هغه خواړه چې بدن له زهرجنو موادو پاکوي
په طبيعت کې ځيني ميوې او سبزيجات داسې هم دي چې د انسان بدن له زهرجنو موادو پاکوي او بدن له هغو موادو له کبله د رامنخته کيدونکو ناروغيو ساتي. داسې لس شيان دلته وپيژنئ.
انګور
په انګورو کې ډېر داسې مواد شته چې د انسان د بدن او غړيو په پاکولو کې مهم نقش لوبوي. انګور پر دې سربیره چې انتي اوکسيدينت دی [هغه مرکبات چې له نورو موادو سره د آکسيجن د يوځای کیدو مخه نيسي] د وينې غوړ په کمولو او وینې په پاکولو کې هم مرسته کوي. خو هغه انګور باید ډېر ونه خوړل شي چې زړي نه لري، ځکه ډېر خواږه وي.
روميان
روميان په ويټامن سي او انتي اکسيدینت موادو ډک وي. روميان د انسان مدافعتي نظام ځواکمنوي او پکې موجود ويټامن سي د ځيګر انزايم ډيروي. ويټامن سي د نکوټين او نايتر سايماين په څېر مواد له بدن څخه خارجوي.
ليمو
ليمو هم د روميانو په څير ډېر ويټامن سي لري او د معدې او لويو کولمو په پاکولو کې مرسته کوي.
سپيرکۍ
د سپيرکۍ پاڼې او زړي بدن له فاضله موادو څخه د پاکولو له پاره طبيعي انتي اکسيدينت دي. په دې کې موجود ځيني مواد د سرطان باعث کيدونکو حجرو څخه د انسان بدن ساتي. سپيرکۍ په ځانګړي توګه د سګريت څکلو له کبله رامنځته شويو مسموم کوونکو موادو په له منځه وړلو کې مرسته کوي.
مارچوبه [سپارګل، سپاراګس]
مارچوبه يو ډول سبزي ده چې په آلمان کې ورته شپارګل او انګرېزي ژبه کې ورته سپاراګس ويل کيږي. آلمانان یې ډېره په مينه خوري او دا د انسان د بدن او غړيو له پاره يو ډېر ښه انتي اکسدينت بلل کیږي.
مڼه يا سيب
په انګریزي ژبه کې يو متل دی چې وايي په ورځ کې يوه مڼه مو له ډاکترانو لېرې ساتي. مڼه د ډېرو کسانو د خوښې مېوه ده، خو دا خبره هم ثابته شوې ده چې د انسان معده او کولمې هم مڼې خوښوي. مڼه وينه له زهرجنو موادو پاکوي.
پياز
په پيازو کې موجود سلفر د انسان د کولمو روغتيا ښه کوي او له بدن څخه د فاسدو موادو په خارجولو کې مرسته کوي. پياز د ينې له پاره هم ګټور دي او همدا ينه وينه له زهرجنو او فاضله موادو ژغوري.
انار
د ځیګر د عمومي وړتيا لوړولو له پاره انار ډېر مهم ګڼل کيږي. دا خبره به هم ناسمه نه وي چې انار له ځيګر سره همدومره مرسته کوي لکه سوند توکی له موټر سره.
کورکمن
کورکمن په جنوبي اسيا کې له زرونو کلونو راهېسې د درملو په توګه کارول کيږي او اوس یې موثريت په ساينسي توګه هم ثابت شوی دی. د هاضمې په برخه کې پر ډېرو ګټو سربيره، کورکمن يو ډېر ښه انتی اکسيدينت هم دی. دا لرغوني انتي بيوتکس هم بلل کيږي.
هوږه
هوږه په ځانګړي توګه د انسان د کولمو او وينې له خطرناکو بکترياو او ويروسونو څخه په ساتنه کې مرسته کوي. په هوږه کې موجود انتي اکسيدينت د انسان د بدن غړي له فاسدو او زهرجنو موادو څخه ساتي.