هغه ديني دودونه چي ورباندي اعتراضونه کيږي
په هندوستان کې درې طلاقه د قانون خلاف کار بلل شوی دی. په هر دين کې ځینې داسې دودونه موجود دي چې د دين دباندي يا دننه خلکو تر منځ د مختلفو شخړو سبب ګرځي او پر ضد يې غږونه پورته کيږي. بعضي داسي دودونه دلته وپېژنئ:
ستی
د هندوستان په مندو مت مذهب کې که د یوې ښځې میړه مړ شي، نو ښځه یې هم د میړه د جسد تر څنګ ژوندۍ سوځول کیږي. په وروستي ځل په ۱۹۸۹ م کال کې د هند د راجستهان ایالت په سیکار ولسوالۍ کې یوې کونډې پر دې دود(ستي) عمل کړی وو.
کیلونګ
د ټول بدن د ویښتانو لیري کولو رسم ته «کیس لوچ» ویل کیږي. د جینیزم اختیارولو پیل له همدې شوی وو. په مذهبي توګه دا عمل د هرو ۲ تر ۴ میاشتو وروسته مکمل کیږي. جینیزم د تاوریخوالي نشتوالی دودوي. په دې مذهب کې داسې فکر کیږي چې په ویښتانو کې کوچني مخلوقات پيدا کیږي، او په ویښتانو کې په لاس وهلو سره هغه مړه کیږي. له دې امله باید له دې کار څخه لاس واخیستل شي.
د نجونو ختنه
په ځینو مذاهبو کې د ښځو د تناسلي آلې د یوې برخې پریکول یا ختنه دود دی. د منځني ختیځ او افریقا په یو شمیر هیوادونو کې د ښځو سنتول عام دي.
درې طلاقه
په اسلام کې هر سړی د درې ځله طلاق لفظ په ویلو سره له خپلې میرمنې څخه په بشپړ ډول ځان جلا کولی شي. البته په دې کې ديني عالمان متفاوت نظرونه لري، چې په کوم حالت او شکل کې د طلاق لفظ ویل شوی دی.
په کم عمر کې واده
په سویل آسیا او افریقا هیوادونو کې د مذهبي اصولو پر بنسټ په کم عمر کې ودونه دود دي. د دې دود له مخې کم عمره نجونې ودیږي. اوس هم په هندوستان کې دا ډول بی شمیره ودونه ترسره کیږي.
ختنه یا سنتول
د کم عمره هلکانو ختنه یا سنتول په اسلامي او یهودي ټولنو کې دود دی. د مصر په لرغوني غارونو کې موندل شوو رسمامیو کې هم د ختنې انځورونه لیدل کیږي. د افریقا په ځېنې هیوادونو کې یو شمیر عیسوي فرقو کې هم د ختنې دود موجود دی. د روغتیا نړیوال سازمان په حواله په نړۍ کې ۳۰ سلنه نارينه سنت شوي دي.