هغه لومړنۍ میرمن چې د اروپایي اتحادیې کمېسيون مشره شوه
اورزولا فون دیر لاین، چې د اروپایي اتحادیې د کمیسیون مشره شوه، لومړنۍ ښځه ده چې په آلمان کې يې د دفاع وزارت چارې سمبال کړې وې. هغه اووه ماشومان لري، ډاکټره او پلار یې د نیدرزاکسن ایالت لومړی وزیر وو.
اورزولا فون دیر لاین، لومړنۍ ښځه ده چې په آلمان کې یې د دفاع وزارت چارې پرمخ بیولې. هغه د آس سپرلۍ استاده او آس ځغلول یې په کوچنيوالي کې زده کړي وو.
ارنست آلبرشت (په انځور کې د آلمان د پخواني صدراعظم هلموت کول کیڼ اړخ ته) د اورزولا فون دیر لاین پلار او مسیحي دیموکرات ګوند سیاستوال وو چې په ۲۰۱۴م کال کې ومړ.
فون دیر لاین په ۱۹۵۸م کال کې د بلیجیم پلازمینې بروکسل ته څیرمه وزیږیده چې پلار یې هلته په ماموریت بوخت وو او هغه پر فرانسوي او انګلیسي ژبو د خپلې مورنۍ ژبې په څیر تسلط لري. (انځور: فون دیر لاین له خپل مور، پلار او خویندو ورونو سره)
د اورزولا فون دیر لاین پلار ارنست آلبرشت، آلمان ته بیرته تر راګرځیدو وروسته د مسیحي دیموکرات ګوند له لوري د اقتصاد وزیر، عدلیې وزیر او بیا وروسته د نیدرزاکسن ایالت وزیر غوره شو. (انځور: اورزلا فون دیر لاین د خپلو ورونو سره د پیانو غږولو پر مهال لیدل کیږي.)
فون دیر لاین تر متوسطه زده کړو وروسته د ګوتینګن په پوهنتون کې، د مونستر په پوهنتون او په لندن کې د اقتصاد په برخه کې لوړې زده کړې پیل کړي. خو بیا وروسته یې په ۱۹۸۰م کال کې د طب په برخه کې زده کړو ته مخه کړه.
فون دیر لاین په ۱۹۸۶م کال کې یعنې د طب په برخه کې د خپلو زده کړو تر ختمیدو یو کال دمخه له هایکو فون دیر لاین سره واده وکړ. پروفیسر هایکو فون دیر لاین اوس د طبي علومو استاد او د مهندسۍ اړونده چارو د یوه شرکت اجرائیوي رئیس دی.
فون دیر لاین او میړه یې له ۱۹۹۲م کال څخه تر۱۹۹۶م کاله پورې په امریکا کې ژوند وکړ. هغوی اووه ماشومان لري.
فون دیر لاین چې کله درې اولادونه درلودل، د غبرګولو تر زیږون وروسته یې د ښځو په کلینک کې له کار کولو لاس واخیست او څلور کاله یې کورنۍ چارو ته وایستل.
فون دیر لاین په ۱۹۹۰م کال کې د مسیحي دیموکرات ګوند غړیتوب واخیست او په ۲۰۰۱م کال کې د ایلتن ښاروالۍ له پاره د دغه ګوند کاندیده شوه. هغه تر ۲۰۰۴م کاله پورې د ښاري شورا غړې هم وه.
فون دیر لاین په ۲۰۰۳م کال کې د کریسیتان وولف په کابینه کې چې هغه مهال د نیدرزاکسن ایالت لومړی وزیر وو د ټولنيزو، ښځو او روغتیايي چارو وزرات ته ورسیده.
د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل په کابینه کې لومړی هغه له ۲۰۰۵م کال څخه تر ۲۰۰۹م کاله پورې د فامیلي، زړو، ښځو او ځوانانو چارو وزیره وه.
فون دیر لاین له ۲۰۰۹م کال څخه تر ۲۰۱۳م کاله پورې د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارې سمبالولې.
د ۲۰۱۳م کال د دسمبر په ۱۷مه نیټه فون دیر لاین د آلمان لومړنۍ ښځینه دفاع وزیره شوه، او تر نن ورځې یې دغه دنده پرمخ وړله.
د آلمان په سیاست کې د فون دیر لاین د راتلونکي په هکله بیلا بیل اټکلونه کیدل. ځینو به هغه د انګلا مېرکل ځای ناستې ارزوله خو فون دیر لاین څو وارې په سیاسي محفلونو کې د اروپایي اتحادیې په تشکیلاتو کې کار کولو سره خپله لیوالتیا ښوولې وه. هغه اوس د اروپایي اتحادیې کمیسیون مشره وټاکل شوه. هغې یوه ورځ تر مخه د آلمان د دفاع وزارت څخه خپله استعفا اعلان کړه.