هند: سمندري ځواکونو تښتول شوې بېړۍ کې سمندري غله نیولي
۱۴۰۲ اسفند ۲۶, شنبهد سمندري ځواکونو ویاند د شنبې پر ورځ (د ۲۰۲۴ کال د مارچ ۱۶نېټه) وویل، چې دغو غلو په نړیوالو اوبو کې د هند پر جنګي بېړیو ډزې کړې وې. هغه د ډېرو جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي، چې تر نیولو وړاندې له دغو غلو غوښتل شوي وو، چې وسلې کېږدي، تسلیم شي او کښتۍ کې یرغمل شوي کسان خوشې کړي.
د هند یوه خبري اژانس ANI د سمندري ځواکونو د یوه لوړپوړي چارواکي نقل قول راوړی چې چواکې » دغې جنګي سمندري بېړۍ د نړیوالو قوانینو مطابق اقدامات کړي دي.« نیول شوې بار وړونکې بېړۍ «روین» نومېږي، چې د تېر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر پر ۱۴ نېټه تښتول شوې وه.
ویل کېږي، چې د دغې تښتول شوې سمندري بېړۍ له عملې څخه ۱۷ کسان لا هم د سمندري غلو سره دي. د اروپايي ټولنې د سمندري امنیت د عملیاتو ماموريت یوناوفور په دې باور دی، چې تښتول شوې بیړۍ »روین« د تېرې سېشنبې پر ورځ د سومالیا له سواحلو څخه د بنګلهدېش بیرغ لرونکې کارګو کښتۍ ته د ننوتلو له پاره کارول شوې وه.