هندوراس: د ښځو په يوه زندان کي ۴۰ کسان مړه سوي
۱۴۰۲ خرداد ۳۱, چهارشنبهپه اول سر کي ويل کيده چي اورلگیدلی، خو وروسته د دوو دښمنو ډلو ترمنځ د خونړۍ جگړې خبر ورکړل سو چي په ترڅ کي یې له سختو وسلو څخه کار اخیستل سوی. د موقتي رسمي معلوماتو له مخي ۴۱ کسان وژل سوي دي. د هندوراس د لويي څارنوالۍ یوه ویاند د سې شنبې په ورځ د تیلیویسینترو تلویزیوني رسنۍ ته وویل چي د پیښې د دقیقو دلایلو په هکله لا پلټني رواني دي.
زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:
د ښځو دغه محبس چي د شاخوا ۹۰۰ زندانیانو له پاره ځای لري، د هندوراس له پایتخت تگوسیگالپا څخه ۳۵ کیلومتره لیري د تمارا په ښارگوټي کي پروت دی. د دغه هیواد د امنیتي چارو مرستیال وزیرې، یولیسا ویلانیوا وویل چي د دغي پیښې تر شا سازمان دهي سوی جنایت پټ دی.
هغې په یوه تویټ کي لیکلې دي چي د مسوولینو پر وړاندي به سخت چلند وسي او د ټول محبس له پاره یې اضطراري حالت اعلان کړی دی، تر څو ژغورونکې عملې او امنیتي ځواکونو ته لا ډېر واک ورکول سي.
زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:
آیا دغه پیښه د دوو دښمنو ډلو د نښتو نتیجه وه؟
د رسنیو د رپوټونو په حواله دغه اورلگیدنه د ځوانانو د دوو دښمنو ډلو، پاندیلا او مارا سلواتروچا ترمنځ ترنښتو وروسته رامنځته سوې ده. نوموړې رسنۍ رپوټ ورکوي چي د یوې ډلې غړو د هغې بلی ډلې خیمو ته اور واچاوه چي په نتیجه کي اوه زخمي سوې ښځي روغتون ته انتقال سوې. په دغو نښتو کي له سختو وسلو څخه هم کار اخیستل سوی دی. د قربانیانو خپلوان د محبس مخي ته ولاړ دی او د لانورو معلوماتو په هیله دي.
په تیرو اونیو کي هم د هندوراس په ډیرو زندانونو کي د زورزیاتیو پیښې رامنځته سوي دي. د کیڼ اړخه ولسمشرې ژیومار کاسټرو حکومت په دې وروستیو کي د زندانونو د کړکېچ د حل له پاره یو کمېسیون ټاکلی دی.
GP/NZ/DW.Online