هِلپ سازمان په ژمي کي اړمنو افغانانو ته د مرستي غوښتنه کړې
۱۴۰۳ آذر ۱۳, سهشنبههِلپ سازمان د ژمي د موسم په رارسیدو سره ویلي دي، چي په افغانستان کي ۲۳،۷ میلیونه کسان په راروان ژمي کي بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د منابعو د کمښت په دلیل به یوازي ۱۷،۳ میلیونو کسانو ته مرستې ورسیږي.
دغه سازمان ویلي دي چي په دې ډول به ۶،۴ میلیونه کسان چي د افغانستان د نفوس شاوخوا ۱۵ سلنه ده، په دغه ژمي کي بشري مرستو ته لاس رسی و نه لري.
افغانستان د نړۍ یو له بې وزلو هیوادونو څخه دی. سربیره پردې د پراختیايي مرستو بندیدل او د ۲۰۲۱ کال په اگست مياشت کي واک ته د طالبانو د رسیدو په نتیجه کي په دغه هیواد کي اقتصادي بحران د بشري وضعیت د لاخرابیدو سبب سوی دی. علاوه پردې له پاکستان او ایران څخه د په سلونو زرو مهاجرو ستنیدل هم وضعیت لا پسې کړکیچڼ کړی دی.
د هِلپ سازمان د افغانستان د څانگې مشر شفیع شیرزاد، ویلي دي:«تر ټولو د مخه هغه ښځې چي د [طالبانو له خوا] د حکومتي محدودیتونو له امله یې خپل کارونه له لاسه ورکړي دي او هغه داخلي بې ځایه سوي کسان چي په مؤقتي خیمو او یا هم خلاصې فضا کي شپې او ورځې تیروي، عاجل ملاتړ ته اړتیا لري.»
سربیره پردې، افغانستان چي د ډیریو خلکو ژوند په زراعت پوري تړلی دی، د اقلیمي بدلون له عواقبو څخه کړيږي او کله ناکله طبیعي ناورینونه لکه سیلابونه په دغه هیواد کي تلفات او زیانونه اړوي.
نوموړي سازمان دغه ټکي ته اشاره کړې ده چي د ۲۰۲۳م کال په ژمي کي د سختې یخنۍ له امله ۱۶۰ کسان مړه سوي دي او له ۷۰ زرو تر ۲۰۰ زره پوري حیوانات هم له منځه ولاړل.
د افغانستان په ځینو مرکزي سیمو کي تیر کال د ژمي په موسم کي يخني تر منفي ۳۰ درجو سانتي گرادو پوري وه. د واورو په اوریدو سره د ځينو سیمو مواصلاتي لاري تړل کیږي.
هِلپ سازمان ویلي دي چي د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ، د ژمي په موسم کي د لوېدیځو ولایتونو هرات ، فراه، بادغیس او غور ولایتونو سره مرسته کوي او په مجموعي ډول ۷۵۵۰ کورنیو ته لاس رسی پیدا کوي.
شیرزاد ویلي دي: «اړتیاوي په ښکاره ډول ډيرې او وضعیت گواښوونکی دی. موږ له نړیوالې ټولنې څخه لا ډیرو عاجلو مرستو ته اړتیا لرو، تر څو د امکان تر حده په چټکۍ سره مرستې ورسوو.»