وسلوالو په لکي مروت کې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي وژلي
۱۴۰۲ دی ۲۱, پنجشنبهد پاکستان پولیس وايي د پېښې په هکله تحقیقات پيل شوي تر څو روښانه شي چې دا یوه جنايي پېښه وه او که تروریستي.
په سيمه کې د پولیسو افسر، محمور خان، د چهارشنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته وویل چې دغه قتلونه د شپې د خیبر پخښتونخوا ایالت په شمال غربي ناامنه سیمه، لکي مروت کې شوې دي.
محمور خان زیاته کړه چې په وژل شوو کسانو کې ۴ ښځې، ۳ ماشومان او ۴ نارینه شامل دي چې ټول د ېوې لويې کورنۍ غړي دي.
خان وويل چې د مړو جسدونه د طبي معایناتو له پاره د سيمې روغتون ته لېږدول شوي او تحقيق کونکي د قتلونو د انګیزې د موندلو په موخه د شواهدو لټون کوي.
يو بل ځايي پولیس افسر، فضل نعیم، وویل چې دغه قتلونه څو ساعته وروسته له هغې شوي چې په همدې سیمه کېوسلوالو د پولیسو د تلاشۍ پر ېوې پوسته حمله وکړه چې په کې ۳ پولیس او يو ملکي کس ووژل شول.
دا پېښې په داسې حال کې رامنځته شوي چې د دوشنبې په ورځ د پاکستاني طالبانو له خوا د سړک پر غاړه د یوه ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه لږ تر لږه ۷ پوليس چې د واکسيناسيون د یو کمپاین د امنیت له پاره ګمارل شوي ول، ووژل شول.
پاکستاني طالبانو په پاکستان کې د انتخاباتو په درشل کې خپلې حملې چټکې کړي دي. د پاکستان حکومت اعلان کړی دی چې انتخابات د فبرورۍ مياشتې په ۸مه ترسره کيږي.
(dpa)mks/akh