يو آلمانی سازمان پر مهاجرو کانډومونه ويشي
۱۳۹۷ مهر ۵, پنجشنبهپه برلين کې د آلمان د کاتوليک (ک ان اې) خبري آژانس د رپوټ په حواله، د آلمان د ايدز ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې همکار سازمان، دغه ۳۵۰ زره کاندومونه د مهاجرو د کمپونو او هستوګنځايونو په اختيار کې ورکوي. دغه سازمان د چهار شنبې په ورځ په برلين کې وويل چې له همدې شيبې څخه دغه کاندومونه په يادو سيمو کې په وړيا توګه ويشل کيږي.
ياد سازمان دغه راز غواړي د مهاجرو له پاره د جنسي نژدې والي او د آلمان د روغتيايي نظام په اړه معلومات ورکړي. د دغه کمپاين ملاتړ د کاندوم د توليد لوي شرکتونه کوي.
د نوموړي سازمان مشر بيورن بيک مهاجرو ته په خطاب کې وويل: «موږ غواړو وسيله وګرځو، که په هغه صورت کې چې د (اچ آی وي) مثبت لرونکي ياست، د مرستې امکانات درته شتون لري. پرته له دې چې شاوخوا کسان در څخه خبر وي.»
د دغه پروګرام پيلوونکي غواړي تر څو له دغې لارې په مهاجرو کې د (اچ آی وي) ويروس د لا ډیرې خپريدا مخنيوی او د دغې ناروغۍ د درملنې عاجلې لارې چارې برابرې کړي.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: