يونان: د اتن لومړنی مسجد سږ کال پرانيستل کيږي
۱۳۹۸ خرداد ۱۸, شنبهد اتن لومړنی رسمي جومات به په راتلونکو څو مياشتو کې پرانيستل شي. دا په داسې حال کې ده د دغه هېواد مسلمان اقليت چې له لسيزو راهيسې د دغه مسجد د جوړولو له پاره مبارزه کړې ده. د يونان د معارف او ديني چارو وزير، کوستاس ګاوروغلو د جمعې په ورځ وويل «موږ هيله لرو چې لومړنی لمونځ به دلته د سپتمبر په مياشت کې ادا شي.»
نوموړي وزير د ودانيزو چارو بهير له نژدې څارلی دی چې ټاکل شوې ده دغه مسجد به ۳۵۰ کسانو ته ځای ولري. دغه جومات د ښار د مرکز غاړې ته پروت دی چېرته چې د مسلمانانو د ټولنې غړي هم اوسيږي. د «اتن ۹۸۴» نومې راډيو په حواله ګاوروغلو ويلي دي چې «اتن بالاخره د مسلمانانو د لمانځه له پاره يو ځای هم لري».
پارلمان په ۲۰۱۶ کال کې لا د جومات د جوړولو نهايي پلانونه منظور کړي ول. دا تر يو حده پورې دې ته هم غبرګون وو چې د اتن په ښار او شاوخوا سيمو کې د لمانځه غير قانوني ځايونه هم جوړېدل.
اتن تر نن ورځې پورې يوازنۍ اروپايي پلازمېنه ده چې کوم رسمي جومات پکې موجود نه وو. د يونان د محافظه کارو حلقو او ارتودوکس کليسا د مخالفت له کبله د مسجد د جوړولو چارې مخ ته نه تللې، په داسې حال کې چې دغه پروژه د ۱۸۹۰ کال راهيسې يعنې د نن څخه د کابو ۱۳۰ کالو مخکې وخت راهيسې پلان شوې وه.
«د يونان د دولت له خوا ستره ډالۍ»
د حکومت له خوا ټاکل شوی يو اجرائيوي پلاوی به له مسجد څخه ليدنه وکړي او هغه به امام هم ورته خوښوي. وعظ به پکې د اړونده وزارت د څرګندونو په حواله يوازې په يوناني ژبه کيږي، په داسې حال کې چې د لمانځه پر وخت له عربي ژبې څخه استفاده کيږي. ذکي محمد چې د مسجد امام ټاکل شوی دی، وويل: «زه غواړم له الله څخه په مننې پيل وکړم چې موږ په پای کې يو مسجد لرو چېرته چې لمونځ کولی شو، چېرته چې راټولېدی او سره خبرې کولی شو.»
عشير حيدر، چې د يونان د شيعه مسلمانانو د ټولنې استازی دی، وويل چې دغه جومات «د يونان د دولت له خوا د اتن مسلمانې ټولنې ته ستره ډالۍ ده». په يونان کې په ۱۸۲۱ کال کې کله چې دغه هېواد له مسلمان اکثريت لرونکې عثماني امپراتورۍ څخه خپلواکي اعلان کړه، ټول مسجدونه يا ويجاړ شول يا يې په بل ډول ورڅخه استفاده وکړه. ځينې مسجدونه بيا د ترکيې له سرحد سره څېرمه پرته سيمه کې بېرته جوړ شول چېرته چې تر ۱۵۰ زرو پورې مسلمانان ژوند کوي.
(AFP, dpa, AP)/ns/bs
زموږ له آرشيف څخه: