1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټرمپ به د طالبانو د ادارې پر وړاندې څه ډول سیاست غوره کړي؟

۱۴۰۳ آبان ۱۷, پنجشنبه

ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشریزي ټاکنې ګټلې دي. طالبانو هیله څرګنده کړې ده چې د ترمپ اداره دې له دوی سره د اړیکو پرمختګ له پاره «واقع‌بینانه ګامونه» پورته کړي.

https://p.dw.com/p/4mkWL
ټرمپ به د طالبانو د ادارې پر وړاندې څه ډول سیاست غوره کړي؟
ټرمپ به د طالبانو د ادارې پر وړاندې څه ډول سیاست غوره کړي؟انځور: Chip Somodevilla/Getty Images

ډونالد ټرمپ یو له هغو کسانو ګڼل کیږي چې په سملاسي ډول لوی پریکړې کوي. ټرمپ په خپلې لومړۍ دوره کې له طالبانو سره د څو ځلو مذاکراتو وروسته د دوحې تړون لاس لیک کړ. هغه تړون چې له افغانستانه د امریکایې ځواکونو وتلو ته یې لاره هواره کړه. خو په دغه تړون کې داسې موارد هم ول چې د ټرمپ په وینا طالبانو هغه عملي نه کړل.

اصلي پوښتنه دا ده چې ایا ټرمپ به د افغانستان او طالبانو په اړه د جو بایدن د حکومت سیاست تعقیب کړي او که بیا کتنه به ورته وکړي؟

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلې، هیله لري چې د متحده ایالاتو راتلونکې اداره به د دواړو هیوادنو د اړیکو د ښه کولو له پاره واقعبینانه ګامونه پورته کړي.

د طالبانو یو شمیر مخالفین بیا هیله مند دي چې ټرمپ به د طالبانو پر وړاندي سخت سیاست غوره کړي او ځینو یې آن د ټرمپ له پاره کمپاین هم کاوه.

جنرال سمیع سادات چې د افغانستان له پخوانیو ځواکونو څخه دی او په امریکا کې یې د طالبانو پر ضد جبهه جوړه کړې ده، د افغانستان په هکله متحده ایالاتو د سیاست د بدلونو په اړه هیله من دی.

سادات چې د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یې د ټرمپ د بریا له پاره یې کمپاین کاوه، دویچه ویله ته وویل: «موږ د افغانستان له پاره د ښاغلي ټرمپ له پروګرامونو ملاتړ کوو او د هغه له ټیم سره مو د افغانستان او امریکا تر منځ د نوي مشارکت په اړه خبري هم کړې دي. د هغه په بریالې کیدو سره د افغانستان او امریکا تر منځ د نوي مشارکت احتمال ډیر دی.»

ټرمپ د خپل کمپاین پر مهال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي سختې نیوکې کړې وې او دا یې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرمونکې شیبه بللې وه.

افغانې کورنۍ امریکا متحده ایالاتو ته د سفر کیسې کوي

نوموړي د ډیموکرات ګوند له کاندیدې کاملا هریس سره په مناظره کې دا هم وویل چې طالبانو د دوحې د موافقې شرایط نه دي عملي کړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه صادق امیني وايي، د امریکا نوې اداره به د افغانستان په اړه په خپلو سیاستونو کې بدلون راولي: »په تېرو درو کلونو کې ستونزه دا وه چې په سپينه ماڼۍ کې يو داسې ټيم او رهبري موجوده وه چې د افغانستان اړونده مسايلو او حتی د افغانستان له نوم اخیستو سره یې چندان لیوالتیا نه درلوده، او د حاکمیت په تغیر سره...به په دې اړه د یوه جدي بدلون شاهد واوسو.«

امیني زیاتوي چې سپینې ماڼۍ ته د نوي ټیم په ورتګ سره به له طالبانو سره د تعامل فصل پای ته ورسیږي او پر طالبانو به د بندیزونو او فشارونو انتخابونه پر میز وي.

ددې تر څنګ ټرمپ په کراتو د کابل په شمال کې د بګرام اډې اهمیت ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې له دې اډې څخه د امریکایې ځواکونو د ایستلو پلان نه وو. ایا دا څرګندونې د افغانستان ته د بېرته ورګرځیدو په معنا دي؟

د افغانستان د »متحدې جبهې« د سیاسي څانګې مشر قیوم رحیمي چې د طالبانو سیاسي مخالف دی، د دویچه ویله پخلاینې خپرونې که دا په ډاګه کړه چې افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د ورتګ امکان ډېر کم دی او دا په شرایطو پورې تړلې ده. هغه زیاته کړه چې امریکا داسې انتخابونه هم لري چې په افغانستان کې د نظامي حضور پرته هم کولی شي د ګواښونو پر وړاندې په دغه هیواد کې مقابله وکړي.

رحیمي وویل: «په یو صورت کې که چیرې ثابته شي چې په اروپا یا امریکا کې د یوې سترې امنیتي پېښې منشا په افغانستان کې ده، نو طبیعي ده چې هلته د هر کا ترسره کول خپل حق ګڼي، خو زه فکر کوم چې امریکا او ناټو په افغانستان کې نور کارتونه لري او د دې اړتیا نه شته چې هلته سرتیري واستوي.»

د جو بایدن ادارې که څه هم د طالبانو پر سیاست تل نیوکه کوله خو په عین وخت کې یې د دغې ډلې د مخالفینو ملاټړ هم نه کاوه.

د بهرنیو ځواکونو شل کلن حضور؛ د لارې کومه برخه غلطه وه؟

د ترمپ په اداره کې دواشنګتن او د طالبانو د مخالفینو تر منځ د احتمالي اړیکو د جوړیدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې قیوم رحیمي وویل، چې داسي یو څه امکان لري: «د ټرمپ پالیسي او ستراتیژي داسې ده چې په سیمه کې یعنې په منځني ختیځ کې غواړي بدلونونه راشي او وضعیت بدلون ومومي، او مخکې له دې د ټرمپ له ټیم سره د افغانستان په اړه په بیلا بیلو مسائلو خبرې اترې شوي دي زه فکر کوم چې ټرمپ به تغییرات راولي.»

خو په ورته وخت کې د اوکراين پر وړاندې د روسيې د جګړې او د منځني ختيځ د جګړې په څېر سترو بحرانونو ته په پام سره، د افغانستان مسله په امريکا او نړيواله کچه ډېره نه مطرح کیږي.