پاکستان د تورخم دروازه وتړله
۱۴۰۰ تیر ۱۵, سهشنبهد پاکستان د کورنيو چارو وزير شیخ راشد احمد د تورخم دروازې د تړلو تصمیم په داسې حال کې اعلان کړی چې د هغې د بیرته خلاصولو وخت يې هم نه دی ښودلی.
پاکستان تیره میاشت له افغانستان سره د چمن دروازه چې د دوستۍ دروازه ياديږي هم وتړله. پاکستان دغه اقدام وروسته له هغې وکړ چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د خپریدو له ډيریدو څخه خبر ورکړ.
د تورخم دروازې د تړلو تصمیم د پاکستان د ملي عملياتي قوماندانۍ د مرکز (NCOC) چې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې مسؤليت لري، نیول شوی دی.
دغې ادارې تر دې وړاندې خبرداری ورکړی وو چې ښايي پاکستان په جولای میاشت کې د کرونا له يوې نوې څپه سره مخ شي.
پاکستان د تورخم دروازه تر هغې ادعا څو ورځې وروسته تړي چې ويلي يې وو د لاهور د تيرې میاشتې چاودنې په تړاو یو نیول شوی تورن کس افغان دی. پاکستان د تورن په اړه ویلي دي چې هغه افغان دی او په دغه هیواد کې د مهاجرو په یوه کمپ کې اوسید. پاکستان زیاته کړې چې معتبر اسناد شته چې په دغې قضيه کې د هندوستان استخباراتي سازمان (RAW) ښکيل وو.
د لاهور په درنې چاودنه کې درې کسان ووژل شول. دغه چاودنه د حفیظ سعید د کورنۍ د اوسیدو ځای ته نژدې شوې وه. د نوموړي په اړه داسې ګمان کيږي چې هغه په ۲۰۰۸م کال د هندوستان په ممبي ښار کې په خونړۍ تروریستي حملې کې لاس لاره.
افغانستان او پاکستان دواړه یو بل په دې باندې تورنوی چې په خپله خاورې کې يو د بل پر ضد يې تروریستي ډلو ته ځای ورکړی دی.
پاکستان د ۲۰۱۷م کال په مارچ میاشت کې له افغانستان سره پر ۲۶۰۰ کیلومتره اوږده پوله باندې د سیمي کټارو یا اغزن تار لګولو کار پیل کړ، څو په خبره يې پر پوله د اسلامي اورپکو د تلو راتلو مخنیوی او سرحدي تورونو ته د پای ټکی ایښی وي. ويل کيږي چې د دغې پروژې کار به روانه میاشت پای ته ورسيږي.