پاکستان: د جاپاني کارکوونکو پر موټر ځانمرګی بريد شوی
۱۴۰۳ فروردین ۳۱, جمعهد پاکستان د بندري ښار کراچۍ د سيمه ایزو پوليسو مشر ارشد اعوان، وويل چې دا «وین» موټر هغه صنعتي سيمې ته روان وو چې دغه جاپاني وګړي پکې د سوزوکي موټرز شرکت په کار ځای کې کار کوي.
نوموړي وويل چې بدرګه کوونکو پوليسو د دوی پر موټر تر بريد وروسته ځوابي ډزې پېل کړې او په دې ترڅ کې یې د ځانمرګي بريدګر سره مل کس وواژه چې پاته شوي یې د پېښې په ځای کې موندل شوي دي.
د پوليسو دې مشر وويل: «ټول جاپاني اتباع چې د بريد هدف ول، روغ رمټ دي.»
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او لومړي وزير شهباز شريف، پر جاپاني وګړو دا بريد غندلی دی.
په دوو جلا پېغامونو کې دوی د پوليسو چټک غبرګون او د بريد شنډول ستايلي دي. دواړو مشرانو همدا راز د ترهګرۍ د له منځه وړلو هوډ څرګند کړی دی او د ټپيانو د روغتيا دوعا یې کړې ده.
په سيمه ایزو رسنيو کې په خپرو شويو انځورونو کې يو زيانمن شوی موټر ليدل کيږي. ارشد اعوان وویل چې په پېښه کې د دريو ټپي شويو لارويانو وضعيت هم اوس ښه دی او په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د پولیسو يوه لوړ پوړي چارواکي طارق مستويي، وويل چې په دې اړه د رپوټونو تر رسېدو وروسته چې په پاکستان کې د بېلا بېلو چينايي پروژو پر کارکوونکو د بريد امکان موجود دی، د جاپانيانو موټر هم د پوليسو له خوا بدرګه شو.
نوموړي وويل چې د ساتونکو او پولیسو له خوا چټک او پر وخت غبرګون برید شنډ کړ او دواړه بريدګر ووژل شول.
تر اوسه کومې ډلې د بريد پړه منلې نه ده، خو شک یې تر ډېره پر يوه کوچنۍ بیلتون غوښتونکې ډلي او يا د تحريک طالبان پاکستان پر ډله کيږي چې په دې وروستيو کلونو کې یې پر امنيتي ځواکونو بريدونو ته زور ورکړی دی.
وسله وال د چين او پاکستان د اقتصادي دهلیز سره د تړاو لرونکو پروژو پر چينايي کارکوونکو بريدونه کوي.
په مارچ میاشت کې پنځه چينايان او د هغوی پاکستانی موټر چلوونکی د هېواد په شمال لوېديځ کې ووژل شول. دغه چينايي کارکوونکي داسو بند ته چې د پاکستان د هايدرو انرژۍ ستره پروژه ده، پر لاره ول چې يو په چاوديدونکو توکو بار موټر د دوی له موټر سره ټکر شو.
خو په پاکستان کې جاپاني کارکوونکي تر اوسه د دې ډول بريدونو هدف شوي نه ول.
ب. ص/ ن. ز (AP)