پاکستان د ځينو مرموزو وژنو پړه پر هند اچولې
۱۴۰۲ بهمن ۶, جمعههند د پنجشنبې په ورځ د اسلام آباد له خوا په پاکستان کې په خپل سري وژنو کې د لاس درلودو تور رد کړی دی او ویلي دي چې دا ادعاوې «درواغ او د بد نيت ښکاروندوي کوي او د هند پر ضد د پروپاګند د تازه هڅو» برخه دي.
په نوي ډيلي کې د بهرنيو چارو وزارت وياند رندهير جيسوال، په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: «پاکستان چې څه کري هم هغه به ريبي.»
په پاکستان کې په تېرو دوو کلونو کې يو شمير کسان په مرموز ډول د هدفي وژنې ښکار شوي دي. خو کوم کسان چې وژل شوي، يو شی پکې مشترک وو: هغوی يا خو کشميريان ول او يا د کشمير له مسئلې سره ښکيل وو او زياتر یې په هند کې په بېلا بېلو قضيو کې مطلوب کسان ول.
د پنجشنبې په ورځ پاکستان ويلي ول تېر کال چې په سيالکوټ او راولاکوټ کې د جيش محمد او لشکرې طيبه ډلو سره تړاو لرونکي کوم دوه پاکستانيان وژل شوي ول، په هغه قتلونو کې د «هندي ايجنټانو» د لاس درلودو په اړه «معتبر ثبوتونه لري.»
پر پاکستان سربیره امريکا متحده ایالاتو او کاناډا هم پر هند دا ډول تورونه لګولي دي چې نوي ډيلي د خپلو ايجنټانو له لارې د دوی د وګړو د خپل سري وژلو پلان لري.
کاناډا د سک بيلتون غوښتونکو د يوه مشر د وژلو تور نيغ په نیغه پر هند لګولی وو او په دې اړه د پلټنو له پاره یې د هند له حکومت څخه د مرستو غوښتنه کړې وه.
امريکا ويلي دي چې هندي ايجنټانو چې د امريکايي وګړي د قتل کوم پلان جوړ کړی وو، هغه پلان یې وخت له مخه بربنډ شو او په دې توګه دا توطيه ناکامه شوه.
د هند د بهرنيو چارو وزارت ویاند رندهير جيسوال، د پاکستان د دې تورونو په اړه وويل: «موږ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د ځینو تبصرو په اړه د رسنیو رپوټونه وليدل. دا زموږ د بدنامولو تازه هڅه ده. لکه څرنګه چې نړۍ پوهيږي پاکستان له اوږدې مودې راهېسې د ترهګرۍ، تنظيم شويو جرمونو او د نړيوالې کچې د غير قانوني فعاليتونو مرکز پاتې شوی دی.»
پاکستان د هند په اړه څه ويلي؟
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت معين سجاد قاضي، تېره ورځ پر هند تور ولګاو چې په پاکستان کې دننه «په خپل سري قتلونو» کې لاس لري.
نوموړي وويل چې لومړۍ قضيه د شاهد لطيف د قتل ده. هغه وويل چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۱۱نیټه په سيالکوټ کې د یوه جومات دباندې د مجرمينو يوې ډلي هغه وواژه.
سجاد قاضي زياته کړه چې «د دې قضیې په اړه د څيړنو په ترڅ کې دا معلوماتو په لاس راغلي چې په دريم هېواد کې استوګن يوه هندي ايجنټ يوګيش کمار، د مجرمينو او ترهګرو په مرسته د دې قتل پلان جوړ کړی وو.»
نوموړي همدا راز د يوې بلې قضیې يادونه هم وکړه او ویې ویل چې «موږ د دوو هندي ايجنټانو د لاس درلودو تحريري، مالي او فورنزيک ثبوتونه لرو چې د دې قتلونو اصلي طراحان ول.»
سجاد قاضي وویل چې پاکستان د تېرې څه مودې راهېسې د دې ډول مرموزو قتلونو ښکار دی. هغه زياته کړه: «موږ اوس د دوی [مجرمینو] په کار کې مخ پر زياتيدونکی نفاست مشاهده کوو لکه څرنګه چې له دې دوو قضيو څرګنديږي.»
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال دې خبرې ته هم اشاره وکړه چې د هند له لوري په پاکستان کي د پاکستاني وګړو قتل د پاکستان د خپلواکۍ تر پښو لاندې کول او د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه ده.
ب. ص/ ن. ز (صلاح الدين زين، نوي ډيلي)