پاکستان: په روژه کې سخت قوانین
په پاکستان کې د روژې پرمهال په عامه محضر کې خوراک منع دی. پر دغه قانون یو ځل بیا بحثونه تاوده شوي دي. نور معلومات په دې انځوريز راپور کي.
سخته سزا
د روژې په دوران کې په پاکستان کې په عامه محضر کې خوراک، څښاک او د سگریټو څکول منع دي. له قانون څخه د سرغړوني په ترڅ کې یو کس نغدي جریمه کیدای شي او یا زندان ته هم لیږدول کیدی شي. دغسې یو کس ځیني وختونه د قهریدلو خلکو له لوري له وهل کیدو سره هم ښایي مخامخ شي. د اوسني تصویب شوي قانون له مخې له مقرارتو څخه د سرغړونې په صورت کې یو کس درې میاشتې زندان ته هم استول کیدای شي.
د نوي قانون په هکله بحثونه
د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بې نظیر بهټو لور بختاور بهټو پر اوسني قانون باندي نیوکه کړې ده. هغې د ټویټر په پیغام کې لیکلي دي: «په پاکستان کې ښایي هر کس روژه نه وي، په ځانگړې توگه ښوونځي ته تلونکي ماشومان، زاړه عمر لرونکي کسان او یا هم هغه کسان چې کومه ناروغي ولري. نو آیا دغه کسان به د اوبو د څښلو له کبله زندان ته ځي؟» د هغې په خبره د دغه قانون له کبله ښایي خلک د سختې گرمۍ او تندې څخه مړه هم شي.
«د روژې نیول ضروري دي»
د پاکستان د پخواني پوځي واکمن ضیا الحق په واکمنۍ کي (۱۹۸۱م کال) کې د جوړ شوي قانون «احترام رمضا» له مخې «هر هغه کس چې د روژې د نیولو وړتیا لري، په عامه محضر کې به د روژې په ترڅ کې څه نه خوري، نه څه څښي او نه هم سگریټ څکوي.»
ساده ژوند
مذهبي مسلمان مشران وایي چې روژه د ساده ژوند تیرولو درس ورکوي او دا میاشت د مسلمانانو له پاره له بدیو څخه د لیرې کیدو او له بې وزلو سره د مرستې کولو میاشت ده.
سخته گرمي
د روژې په میاشت کې په ډیرو مسلمانو هیوادونو کې د گرمۍ د سختې څپې راتلو خطر شته. په ۲۰۱۵م کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د گرمي څپې له کبله ۱۲۵۰کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. خو بیا هم حکومت د روژې په هکله په ۳۶ کاله پخواني قانون کې کوم بدلون نه وو راوستی. ځیني دیني عالمان د طبعیت د خرابیدو پر اساس د روژې د ماتولو خبره کوي.
د هوټلونو او رستورانونو بندیدل
د روژې په اوږدو کې په پاکستان کې کابو ټول رستورانونه بند وي. خو سړی کولای شي چې له بازاره سودا رانیسي.
مذهبي افراطیت
په سویلي آسیا کې مذهبي افراطیت مخ پر ډیریدو دی. د روژې په میاشت کې ځینې افراطي ادارې مرستې راټولوي.
د قهریدلو خلکو حملې
په تیرو څو کلونو کې داسې پیښې هم رامنځ ته شوي دي چې د روژې د ساعتونو په اوږدو کې یو کس چې خوراک څښاک کوي خلکو پرې هجوم وروړی. د چارو د پوهانو په وینا افراطي کسان له سختو قوانینو څخه په دې برخه کې گټله اخلي.