پاکستان: په قبايلي سيمه کې يوه ښځه ټاکنې گټلی شي؟
د پاکستان په قبايلي سيمو کې بايد ښځې د خپل کور د نارينه وو د خوښې کانديد ته خپله رای ورکړي. په دې دودیزه ټولنه کې د خيبر پښتونخوا ايالتي اسامبلۍ ته کانديده ناهيد افریدۍ کور په کور گرځي څو د خلکو رايې خپلې کړي.
خلکو ته نزدې
د ناهيد افریدۍ دفتر د خيبر په جمرود سيمه کې دی. په همدې دفتر کې هغه په شا او خوا کليو کې غونډې تنظيموي. نوموړې د دې ترڅنگ چې کور په کور وگرځي او له خلکو د رايې غوښتنه کوي، له قبايلي مشرانو سره هم ملاقاتونه کوي. هغه د شلو نارينه وو کانديدانو سره مسابقه کوي. ټاکنې د جولای پر شلمه نيټه دي.
د ځوانو ښځو له پاره بيلگه
يوې کوچنۍ نجلې د ناهيد افريدۍ پوستر پر خپله سينه لگولی دی. ناهيد افريدۍ له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې په يوه پلار سالاره ټولنه کې د انتخاباتي کمپاين پر مخ وړل ډېر ستونزمن کار دی خو هغه غواړي چې د ځوانو ښځو له پاره د اعتماد، زړورتيا او رهبرۍ يوه بیلگه رامنځته کړي. د سيمې ښځې خو د هغې په غونډو کې د گډون اجازه نه لري، خو ماشومان ورسره مل وي.
له قبايلي مشرانو سره ليده کاته
څلويښت کلنه ناهيد پر حجرو گرځي او له قبايلي مشرانو سره ليده کاته کوي. حجره چې يوازې د نارينه وو د ناستې او جرگو ځای دی، ناهيد افريدۍ په دې سيمه کې هغه لومړۍ ښځه ده چې په حجرو کې له قبايلي مشرانو سره گوري.
د سیمې د اوسيدونکو ستونزې
د ناهيد افريدۍ گرد چاپيره دوکانداران ولاړ دي. نوموړې په خپله ټاکنیزه وينا کې هغوی ته وايي چې هغه ولې غواړي ايالتي شورا ته وټاکل شي. د ناهيد په آند د بريا له پاره اړينه ده چې هغه کلي په کلي وگرځي او هلته نيغ په نيغه له خلکو سره خبرې وکړي او هغوی قانع کړي چې دې ته خپله رايه ورکړي.
هره رايه مهمه ده
ماشومان د ناهيد افريدۍ د ټاکنیز کمپاين په ترڅ کې پر موټرو د هغې انځورونه نښلوي. ماشومان د هغې انتخاباتي پوسترونه او انځورونه په کوڅو، کورونو او چوکونو کې لگوي. په داسې حال کې چې د سيمې ښځې له هغې سره د انځور اخيستو اجازه نه لري، ماشومان له هغې سره د انځور اخيستو ډېر شوق لري.
يو نوی غږ
ناهيد آفريدۍ وايي چې د انتخاباتي کمپاين څخه یې موخه يوازې مسابقه نه ده، بلکي ايالتي اسامبلۍ ته په رسېدو سره غواړي چې د ښځو د ستونزو نمايندگي وکړي. د سیمې يوه مدني فعال دويچه ويله ته وويل چې د سیمې نارينه نه د ښځو د زده کړو پلوي کوي او نه هم دا خوښوي چې ښځې د خپل حق له پاره غږ پورته کړي.
د قبايلې سيمې له پاره يوه بېلگه؟
د ناهيد افريدۍ ټاکنیز کمپاين د سيمې د داسې ښځو له پاره يو پېغام له ځانه سره لري چې نه هم ښوونځي ته پريښوول کيږي او نه هم په خپله خوښه خپله رايه کارولی شي. دلته يو ځوان له هغې سره سیلفي انځور اخلي. هغه وويل چې د خپل کور ښځو ته به ووايي چې خپله رايه ناهيد ته ورکړي.