پاکستان یو خبریال د ناسمو خبرونو د خپرولو په تور نیول شوی
۱۴۰۲ مهر ۱, شنبهد رسنيو په حواله پاکستانی خبریال خالد جمیل د »ناسمو« خبرونو د خپرولو په تور زنداني شوی دی. د دغه خبریال کورنۍ او اړونده رسنيو ېې تائید کړې چې نوموړی د پنجشنبې په شپه د سپتمبر په ۲۱مه نیټه په اسلام آباد ښار کې د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
ای بی ان ټلویزیون مخکې پر ایکس پخواني «ټویټر» لیکلي وه چې خالد جمیل د څیړنو فدرالي ادارې ته سپارل شوی دی.
د دې خبریال عکس چې د هغه د قضیې شمیره هم لري په ټولنیزو رسنیو کې خپور او په ښکاره ډول د پولیسو په توقیف ځای کې معلومیږي.
محکمې د تېرې جمعې په ورځ له دغه خبريال څخه د دوو ورځو پوښتنو ګروېږنو په موخه شین څراغ ښودلی.
د پاکستان د خبریالانو ټولنې د دغه خبریال نیول کېدل غندلي دي
پاکستان له څه مودې راهیسې د خبریالانو لپاره یو نا امنه هېواد بلل کېږي. دا هیواد د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمیټې په کلني نړیوال معافیت لیست کې نهم ځای لري.
ویل کیږي چې په وروستیو کلونو کې پر فعالانو او ژورنالیستانو د حکومت او امنیتي بنسټونو له خوا په پرله پسې ډول بریدونه شوي او د هغوی د انتقادي فعالیتونو لپاره فضا نوره هم محدوده شوې ده.
د پاکستان پر پوځ نیوکې ډیری وختونه د ګواښونو، وېرولو، د فتنې خپرولو د تورونو او په ځینو مواردو کې حتی له خبرتیا پرته د خبریالانو او فعالانو د نیولو لامل ګرځي.