پاکستاني طالبانو له حکومت سره د اوربند ماتولو اعلان کړی
۱۴۰۱ آذر ۷, دوشنبهتحریک طالبان پاکستان (TTP) ډلې د افغانستان له طالبانو څخه جلا، خو د ورته اسلامي ایډیالوژۍ درلودونکې یوه ډله ده. دغه ډله په ۲۰۰۷م کال کې د خپل تاسیس راهیسې له تاوتریخوالي ډکو لسګونو بریدونو او د ټول پاکستان په کچه د سلګونو کسانو د وژل کیدو مسئوله ده.
د دغې ډلې له خوا د دوشنبې په ورخ (د ۲۰۲۲م کال د نومبر ۲۸مه نیټه) خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي «لکه څرنګه چې په مختلفو ځایونو کې د مجاهدینو پر وړاندې پوځي عملیات ادامه لري.... له همدې امله تاسې ته پکار دي په هر ځای کې چې کولی شئ د ټول هیواد په کچه بریدونه ترسره کړئ».
تحریک طالبان پاکستان د یوې مودې له پاره د دغه هیواد د قبایلي سیمو یوه پراخه برخه تر خپل کنترول لاندې راوستلې وه او هلته یې شريعي قوانين پلي کول.
د دې ډلې جنګیالي عمدتاً له ۲۰۱۰م کال راهیسې له پاکستان څخه افغانستان ته ځغلول شوي دي، خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره دغه ډله بیا په اصطلاح هڅول شوې یا زړه وره شوې ده.
TTP په جون میاشت کې د پاکستان له حکومت سره پر اوربند موافقې ته رسیدلی وه، خو دواړو خوا په وار وار یو پر بل د اوربند د ماتولو تورونه لګولي دي.
آژانسونه: ش.ن/ ب.ص