پاکستاني طالبانو ۷ پاکستاني عسکر وژلي
۱۴۰۰ شهریور ۲۴, چهارشنبهد آلمان خبري آژانس له اسلام آباده څخه لیکي چې تحریک طالبان پاکستان (TTP) د دغه برید مسئولیت منلی دی. دغه بريد چې په سویلي وزیرستان کې شوی، څلور نور عسکر پکې ټپيان شوي هم دي.
د پاکستان د ملی امنيت سلاکار، موعد یوسف، په اسلام آباد کې په یوه لنډه وینا کې د دغه برید پخلی وکړ، خو په اړه يې ډير جزئیات ور نه کړل.
د پاکستاني طالبانو د سلونو جنګياليو او د دغې ډلې د پخوانی مرستيال، مولوي فقیر محمد، چې د طالبانو له خوا د کابل تر نيولو وروسته له بنده آزاد شو، په اړه يې ويل کيږي چې د القاعده شبکې له مشر ایمن الظواهري سره نژدې اړيکي لري.
یوسف په خپلو خبرو کې وويل چې د پاکستاني طالبانو په اړه بحث کې، د طالبانو حکومت ورسره ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د پاکستان ضد بریدونو له پاره نه کارول کيږي.
د آلمان خبري آژانس زیاتوي چې پاکستاني طالبانو یوازې په اګست مياشت کې د افغانستان پولې ته نژدې پر پاکستاني پولیسو او پوځيانو ۳۲ بریدونه ترسره کړي دي. دغه آژانس دغه شمیر حملې د هغو بمي چاودنو او وسله والو نښتو له مخې کوي چې پاکستاني طالبانو يې مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.