پر آسترالیا پراخ سایبري بریدونه سوي
۱۳۹۹ خرداد ۳۰, جمعهد آسترالیا د صدراعظم سکات میوریسون په خبره، ددغه هیواد دولتي ادارې، مهم خدماتي بنسټونه او حساس جوړښتونه په پراخه سطحه د هکرانو د بریدونو هدف ګرځیدلي.
د آسترالیا د دولت په حواله، پر دغه هیواد باندي له میاشتو راهیسي سایبري حملې کيږي. دغه بریدونه د نوموړي هیواد صنایعو، روغتیايي خدماتو، پارلمان او سیاسي ګوندونو ته متوجه سوي دي.
د آسترالیا صدراعظم د جمعې په ورځ په دې اړه وویل: «د هغو دولتي لوبغاړو شمیر چي د دغه فعالیتونو د سرته رسولو توان لري، ډیر نه دی.» خو هغه د هیڅ کوم دولت نوم وانه خیست. دغه بریدونه په تیرو میاشتو کي شدید سوي.
تیر کال د آسترالیا تر پارلماني انتخاباتو فقط څو میاشتي مخکي ددغه هیواد ټول دولتي بنسټونه او پارلماني ګوندونه د اوسنیو بریدونو په شان، تر پراخو سایبري بریدونو لاندي راغلي ول. په هغه وخت کي د تور ګوته چین ته نیول سوې وه.
دا ځل که څه هم د آسترالیا لومړي وزیر د هیڅ کوم هیواد نوم وا نه خيست، خو اټکلونو چین په نخښه کړی دی.