پر ايران د بنديزونو د ادامې امريکايي مسوده رد شوه
۱۳۹۹ مرداد ۲۵, شنبهد ايران په اړه، د امريکا متحده ايالاتو دغه پيشنهادي مسوده، د جمعې ورځې په مازديګر (د اګست ۱۴مه)، د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د رای ورکونې په موخه وړاندې کړل شوه. په دې اړه جوړه شوې غونډه، د کرونا له امله په مجازي توګه ترسره شوه.
دغه مسوده د امنيت شورا د ۱۵ غړو تر بحثونو وروسته رای ورکونې ته وړاندې شوه، چې په نتيجه کې د ۲ موافقو رايو (امريکا او د ومنيکن جمهوريت)، ۲ مخالفو رايو (چين او روسيه) او ۱۱ ممتنع رايو په ترلاسه کولو، رد شوه.
واشنګټن د اوونيو له پاره خپلې هڅې جاري ساتلې وې، تر څو په دې ارتباط د يادې شورا رايې ترلاسه کړي، خو په نهایت کې له ماتې سره مخ شو.
آلمان، فرانسه او بريتانيا چې د ايران د اتومي هوکړه ليک د لاسليک کونکو هيوادونو څخه دي د ممتنع رای ورکونکو په ډله کې دي.
امريکا چې ويل کيږي اوس د ايران په ارتباط د امنيت په شورا کې منزوي شوې، تر دې وړاندې يې ګواښ کړی وو چې د مسودې د رد کيدو په صورت کې به د ايران اتومي پروګرام په بشپړه توګه له مخې لرې کړي.
د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير، مايک پمپئو چې اوس په اروپايي سفرونو بوخت دی، د امنيت شورا پر ضعيفوالي باندې يې نيوکه کړې ده. د هغه په خبره، د امنيت شورا، «په خپل ماموريت، يعنې د نړيوال امنيت په ساتنه کې ناکام شوی او نه دی توانيدلی چې ايران د خپلو اعمالو له پاره ځوابګوی کړي.»
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دې ارتباط يوه اعلاميه کې د ملګرو ملتونو سازمان تورن کړی چې د اسرائيل او د سيمې هيوادونو غوښتنو ته يې توجه نه ده کړې.
په اند «په منځني ختيځ کې به د امنيت او بې ثباتۍ خطر ورسره نور هم ډير شي.»
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امريکا استازې، کيلي کرافت، هم ټينګار کړی دی چې امريکا به د ايران تسليحاتي پروګرام د تحريمونو په اړه خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.
خو په دغه سازمان کې د ايران دايمې استازي، مجيد تخت روانچي، مسودې ته تر رای ورکونې لږ وروسته پر ټويټر وليکل چې په امنيت شورا کې د امريکا د پيشنهادي مسودې ماته، «د امريکا متحده ايالاتو د انزوا او ماتې» نښه ده.
هغه پر ټويټر ليکلي دي: «امريکا بايد له دغې افتضاح څخه درس واخلي او پوه شي چې د ایران پر وړاندې د تحريمونو د فوري تمديد له پاره د دغه هيواد هڅې، يو غيرقانوني اقدام دی چې د نړيوالې ټولنې له خوا رد شوی دی. د نن ورځې رای ورکونه پخپله د دغه امر ګواه ده.»
د هغه اتومي توافق له مخې چې په ۲۰۱۵م کال کې ترلاسه شو، ايران د اتومي پروګرامونو يوه برخه متوقفه او یا يې کمه کړه. په مقابل کې يې د ملګرو ملتونو سازمان پر ايران د خپلو بنديزونو يوه برخه لرې کړه.
دويچه وله ف/م.ک.ص./م.ن.ص.
زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: