پر خارکیف باندي د روسيې هوايي بريد
۱۴۰۳ دی ۵, چهارشنبهپه اوکراین کي د روسیې له خوا د سختو توغندیزو او بې پیلوټه الوتکو د بریدونه له امله په ټول هیواد کي د خبردارۍ سیستم فعال سوی دی. لکه څنگه چي د اوکراین هوايي ځواک خبر ورکړی دی، د Tu-95 MS ډوله روسي جنگي الوتکو د تور سمندر له لارې پر اوکراین باندي بې شمېره کروز توغنیدي فیر کړل. د نوموړي هیواد د انرژۍ وزیر، هیرمن هلوشچینکو پر خپل فیسبوک لیکلي دي: »دښمن یو ځل بیا د انرژۍ سیسټم تر سخت برید لاندي راووست.«
لکه څنگه چي چارواکو خبر ورکړی دی، همدارنگه ستر ښار خارکیف هم تر سختو توغندیزو بریدونو لاندي راغلی دی چي له امله یې څلور کسان زخمیان سوي دي.
دسیمي پوځي والي اولیح سینیهوبوف په خبره، د هغو په ډله کي د سالتوفسکي په ناحیه کي یو ۳۹ کلن هم شامل دی چي روغتون ته انتقال سوی دی. ښاروال ایهور تریشوف پر خپل ټیلگرام باندي زیاته کړې ده چي »د دوو قربانیانو حالت نازک دی« سربیره پر دې یو کس هغه وخت ټپي سو، کله چي په یوې بلې ناحیې کي یو شخصي کور تر برید لاندي راغی.
اړوند:د روسیې پر کازان د اوکراین د ډرون بریدونه؛ پوتین د غچ خبرداری ورکړی
سینیهوبوف لیکلي دي: »روسي پوځ لږترلږه اوه بریدونه کړي دي.« ډیري اورلگیدنې هم رامنځته سوې او ملکي زیربنايي سیستم ته هم زیانونه اوښتي دي. همدارنگه د خارکیف د کیف په ناحیه کي هم د ښاروال تریشوف، په حواله یو برید سوی دی. یوه اولگیدنه رامنځته سوې ده.
د بریښنا د لګښت د محدودولو له پاره تدابیر
د اوکرین فورم د آژانس په حواله په ستر ښار دنیپرو کي هم د چاودنو خبر ورکول سوی دی. اوکرین فورم د برېښنا د چلونکې شبکې، اوکرینیرهو په حواله رپوټ ورکړی دی چي د پرله پسې پراخو راکټي بریدونو له امله، د اوکراین د بریښنا د لگښتونو د محدودولو له پاره تدابیر تر لاسه لاندي نیولي دي.