پر سړکونو او کوڅو د حیواناتو پادشاهي
د کرونا ویروس وبا د خپریدو د مخنيوي په خاطر د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د ګرځ بندیز له امله انسانان یوازې په خپلو کورونو کې محدود پاتې شوي دي. خو لیدل کیږي چې په دې ورځو کې حیوانات په دغو کوڅو کې جشنونه لمانځي.
د ښار دورہ
د ویلزد لاندودنو غریزې سیمې په خالي کوڅو کې ځنګلي اوزې (بزې) سرګردانه ګرځي. د ویډیو پروډوسر ایندریو ستورت په تویتر کې تر خپریدو وروسته اوس دې انځور پر انټرنټ ډیر کتل کیږي. ستورت لیکي: «په دې کوڅو کې هیڅ څوک نشه چې دوی ؤ ویرولی شي. دوی د هیڅ چا پروا نه کوي او څه ته یې چې زړه کیږي خوري یې». په بریتانیا کې د مارچ له ۲۳ نیټې څخه ګرځ بندیز شروع شوی.
د یوې نوې نړۍ په لټه کې
د نارا په نوم لرغونی ښار په اتمه پيړۍ کې د جاپان پلازمېنه وه. په اوس وخت کې په نارا کې ګرځیدونکو هوسۍ ګانو(آهو) ته د معبودانو د پيغام لیږونکي په سترګه کتل کیږي. تر زرو ډیرې هوسۍ د ښار په مرکزي پارک کې ښکته پورته ګزمې وهي.
د بیزوګانو خطر
د تایلنډ هیواد په لوپبوري ښار کې په لسګونو بیزوګانې ښکته پورته کیږي. دا بیزوګانې چې خوش اخلاقه هم نه دي، د وبا په دور کې د خوراک له کمي سره هم مخامخ دي. له همدې امله د ډوډۍ د یوې کوچنۍ پارچې پر سر هم د دوی ترمنځ جنګونه رامنځته کیږي.
له ښاره هم ځنګل جوړ شوی
په دې وروستیو کې د لاتین امریکا د چلي هیواد په پلازمېنه سنتیاګو کې یو ځوان پړانګ لیدل شوی چې په آباده سیمه کې آزاد ګرځي. څو ورځې وروسته بیا یو بل پړانګ هم ولیدل شو. دا پړانګان له اندیس غر څخه ښار ته را کوځیږي. دا ښار چې ۶ میلیونه نفوس لري، اوس د ګرځ بندیز تر تاثیر لاندی دی.
د نړۍ ۱۷ سلنه نفوس تشکیلونکی هیواد هند
په هندوستان کې د مارچ له ۲۴ نیټې څخه ګرځبندیز نافذ دی. د هند په یوه لوی ښار کولکته کې کوڅه ډبو سپو په اصطلاح غوبل جوړ کړی دی. په اوس وخت کې په سلګونو زره کوڅه ډب سپي د هندوستان د مختلفو ښارونو په کوڅو کې ګرځي. د دې کوڅه ډبو سپو د وژنې قانون هم تصویب شوی دی.
د ځنګلي حیواناتو واکمني
د ترکیي په تاریخي ښار استانبول کې چې تل به په کې د سیلانیانو ګڼه ګوڼه وه اوس په سړکونو کې غیر اهلي سپي او پيشوګان ډیر لیدل کیږي. د حیواناتو د حقونو فعالان وایي چې یو شمیر خلکو د وبا تر خپریدو وروسته خپل اهلي/کورني سپي او پيشوګانې هم له کوره ایستلي دي.
خاموشه نهرونه
د ایټالیې وینس ښار د سیلانیانو د خوښې ځای بلل کیږي. کووید-۱۹ ایټالیا سخته متضرره کړې ده. په دې هیواد کې د نږدې ۲۰ زرو کسانو مړينې او شاوخوا ۱۵۰ زرو پر کرونا ویروس اخته کیدو له امله د ایټالیي د نورو ښارونو ترڅنګ وینس هم پر ویجاړۍ بدل کړی دی.