پر شمالي وزيرستان د عملياتو د پيليدو پريکړه سوې
۱۳۹۰ خرداد ۹, دوشنبهد پاکستان د « دي نيوز» ورځپاڼه کاږي چي د القاعدې او طالب جنگياليو د پټ ځايونو د منځه وړلو پر سر پريکړه پاکستان ته د کلنټن او د متحده ايالاتو د پوځونو د مشر مايک مولن د سفر په ترڅ کي سوې ده.
امريکا د پاکستان څخه د ډيري مودې راهيسي په سيمه کي د حقاني شبکې پرضد د عملياتو غوښتنه کوله.
پر پاکستان وروسته له هغه هم دغه فشارون ډير سول چي اسلام آباد ته نژدې د القاعدې ډلي مشر اسامه بن لادن ووژل سو.
ورځپاڼه د يو لوړ پوړي چارواکي په حواله ليکي چي، د ځمکني عملياتو د مخه به د ترهگرو ځالي لومړی ترهوايي بريدونو لاندي ونيول سي. د عملياتو د وخت په اړه څه ندي ويل سوي.
په راپور کي راغلي چي، په شمالي وزيرستان کي د عملياتو ستراتيژي څه موده وړاندي جوړه سوې ول. خو د کلنټن تر سفر وروسته پر دې هوکړه سوې چي دغه عمليات څنګه پر مخ ولاړ سي.
پاکستان تر اوسه پوري پدې اړه څه نه دي ويلي.
ورځپاڼه زياتوي:« دواړي خواوي د ګډوعملياتو پر سر موافق سوي. دا به د تروريزم په وړاندي روانه جګړه کي لومړی وار وي چي بهرني ځواکونه د پاکستان په خاوره کي عمليات تر سره کړي.» دا ګام به د پاکستاني جنرالانو له پاره د خطره ډک وي.
د ځينو څيړونکو په آند د پاکستان او امريکا ګډ پوځي عمليات به په پاکستان کي د امريکا ضد حساسيت نور هم را وپاروي او د پاکستان پوځ به د لا ډيرو ستونزو سره مخامخ سي.
د «تر ټولو خطرناک ځای» نومي کتاب ليکوال امتيازگل وايي.« ددې په خاطر چي ټول په پاکستان کي د امريکا د مداخلي په هکله شکمن دي کيدای سي غبرګون ډير جدي وي.» « د اسامه بن لادن په وژنه خلک هسي هم د خجالت احساس کوي او اوس به هغوی ته د غبرګون ښودولو بل لامل پيدا سي.»
خو په شمالي وزيرستان کي عمليات به يوه بله لاره وي چي د اسامه بن لادن تر وژل کيدو وروسته د امريکا او پاکستان خړي پړي اړيکي بيرته ورغول سي.
آژانسونه/ سيد رياض
کتونکی: نجيب الله زیارمل