پر غوطه بریدونه د انځور په ژبه
په ۲۰۱۱م کال کې په سوریه کې د جګړې له پیل راهیسې د سوریې رژیم په وروستیو سختو بریدونو کې په سونو کسان وژل شوي دي. دویچه ویله هغو ویجاړیو ته نظر اچوي چې د یاغیانو تر کنترول لاندي وروستیو ښارونو کې رامنځ ته شوي دي.
د هوایي بریدونو یوه اوونۍ
په ۲۰۱۱م کال کې په سوریه کې د کړکیچ له پیل راهیسې پلازمینې دمشق ته څیرمه په ختیځ غوطه سیمه کې سختو بریدونو تر اوسه تر۵۰۰ زیات کسان وژلي دي. د ولسمشر بشارالاسد ځواکونو د ملګرو ملتونو د ۳۰ ورځني اوربند پر غوښتنې سربیره خپلو هوایي بریدونه ته ادامه ورکړې ده.
«د ځمکې پر سر دغه دوږخ ته د پای ټکی کښیږدئ»
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګویترش د سوریې رژیم وروستیو هوایي بریدونو ته په اشارې سره غوښتنه کړې ده چې د «ځمکې پر سر دغه دوزخ» ته دې ژر د پای ټکی کښیودل شي. دغه هوایي بریدونه د فرورۍ له ۱۹ څخه پیل شوي دي. ختیځ غوطه د یاغیانو تر کنترول لاندي وروستۍ سیمې دي. په دغه ځای کې شا او خوا ۴۰۰ زره کسان اوسیږي چې زیاتره یې د تیښتي توان نه لري.
د شکمنو کیماوي بریدونو رپوټونه
په سیمه کې د فعالانو او ډاکټرانو په وینا یو شمیر کسان د داسې علایمو درلودونکي دي چې ښایي د کلور زهرجن ګاز د برید قربانیان وي او په روغتون کې یې باید درملنه وشي. د سوریې حکومت پر دې ټینګار کوي چې هیڅکله یې کیمیاوي وسلې نه دي کارولي.
د توغندیو پاتې برخې
یو سړی او ماشوم د ختیځ غوطه په دوما ښار کې د یوه توغندي د پاته شوې برخې تر څنګ ولاړ دي. زیاتره هغه کسان چې له دغې سیمې څخه یې د وتلو توان نه درلود ټوله اوونۍ په تهکاويو یا نورو ځایونو کې تیره کړه.
د اوسیدو د ځایونو پاکول
دوما یو له هغو ښارونو څخه وو چې د تیرې اوونۍ د هوایي بریدونو په ترڅ کې سخت بمبار شو. یو کس په دې هڅه کې دی چې له خپل کور څخه د بریدونو په پایله کې د رالویدلو شیانو پاته شوي پاک کړي.
د خوړو او اوبو کمښت
فعالان وایي چې په دوما کې د اوبو او خوړو کمښت دی. د دغه کلابند ښار اوسیدونکو زیاتره ورځې شپې په تهکاويوو کې تیري کړي دي او زیاتره یې په دې ونه توانیدل چې خوراکي توکي تر لاسه کړي.
ملګري ملتونه د اوربند غوښتنه کوي
د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه پریکړه لیک ومانه چې په سوریه کې د ۳۰ ورځو اوربند او «پرته له ځنډ» څخه د بشري او روغتیايي مرستو ته د اجازې ورکولو غوښتنه کوي. خو دغه تړون د داعش او القاعدې پر ضد د عملیاتو په برخه کې صدق نه کوي.