په آلمان کې «د مسلمانانو ضد تعصب کمیسیون» د جوړیدو غوښتنه
۱۳۹۸ خرداد ۳۱, جمعهد دغه ليک لاسليکوونکي د نورو تر څنګ د آلمان د پارلمان مرستياله مشره کلاوديا روت، د اتحاد ګوند پخوانی پارلماني استازی روپرېشت پولنڅ، او په آلمان کې د مسلمانانو د مرکزي شورا مشر آيمان مازيک، دي.
«د مسلمانانو ضد تعصب» په نوم يو کميسیون دې د هغوی په خبره اوسنی حالت وارزوي او پر ممکنو ستراتيژيو دې هم کار وکړي څو له دغه ډول تعصباتو او کرکې سره اغېزمنه مبارزه وشي. د دغه ليک تر شا د (Claim) چې پښتو ژباړه یې «ادعا» کیږي، په نوم داسې يو سازمان ولاړ دی چې د خپلو څرګندونو په حواله د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د دښمنۍ ضد يوه ټلواله ده.
متقابلې سختې نيوکې
په آلمان کې د مهاجرو د ټولنو د فدرالي کاري ډلې په نوم د اتحاديې مشر علي ارتان توپرک، پر دغه کمپاين باندې انتقاد وکړ او د آلمان په کولن ښار کې يې وويل چې «دغسې يو کميسيون بايد د دې باعث ونه ګرځي، چې د منتقدينو آوازونه غلي او هغوی بدنامه کړل شي».
د هغه په خبره د روښانتيا د دورې يوه تر ټولو مهمه لاسته راوړنه مذهبونو او اديانو ته په انتقادي سترګه کتل دي. توپرک دا هم وويل چې «دغه کمپاين په حقيقت کې دا هدف لري چې د مسلمانانو ضد دښمنۍ په پلمه د سياسي اسلام منتقدين غلي کړي». نوموړی د «سېکولر اسلام کمپاين» وياند هم دی. هغه وویل: «په آلمان کې د کال په لومړۍ ربع کې د اسلام ضد جرمي اعمالو شمېر راټيټ شوی دی.»
د توپرک په خبره د (Claim) اصلي مخاطبين هغه «ځوانان او ځوان لويان دي چې هدف يې بنسټ پال اسلام او په تېره مسلمانانو ته د خاصو حقونو منل دي چې د مسلمانانو ښځو او نجونو له پاره د حقونو په معنی نه وي، بلکې هغوی په ظالمانه توګه تر پښو لاندې کوي.»
ns/ms (kna)