په آلمان کې د موټر غلا تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلې ده
۱۴۰۱ آبان ۳, سهشنبهله هغه وخت راهیسې چې په آلمان کې د موټر د غلاو د شمیرو ثبتول پیل شوي، د نورو کلونو پر تله تر دې دمه هیڅ وخت آلمان کې د موټرو غلا دومره نه وه کمه شوې .
د آلمان د بیمې شرکتونو د اتحادیې (GDV) د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د غلا شویو موټرو شمیر ۹ زره ۸۰۵ و چې د ۲۰۲۰ کال په پرتله ۸ سلنه کموالی ښیي .
په جرمني کی غلا سوی لوکس موټر په اتریش کي پیدا سو
د ۱۹۹۰ لسیزو په لومړیو کې د بیمې شرکتونو په کال کې شاوخوا د ۱۰۰ زره موټرو غلاګانې ثبت کړې.
له هغه وخت راهیسې، موټر د ایموبلایزر سيسټم [غلا ضد سیستم] سره خوندي شوي او پر دې سربیره د ختیځې اروپا له هیوادونو سره د آلمان پولې ډیرې سختې کنترولیږي.
بې اسنادو موټرو ته د اسنادو ورکول
د بیمې شرکتونو د اتحادیې د شمیرو له مخې برلین لاهم د موټر د غلو لپاره په آلمان کې ترټولو مشهور ښار دی. تیر کال د آلمان په پلازمینه کې د هر اړخیز بیمې شاوخوا ۲ زره او ۲۰۰ موټرونه غلا شوي .د دغو غلاوو له امله رامنځ ته شوی اقتصادي زیان له ۴۷ ملیونه او ۵۰۰ زره یورو څخه ډیر وو. په اوسط ډول، د بیمې شرکتونو د هرې غلا لپاره ۲۱ زره او ۶۰۰ یورو ورکړي دي .
د دوو میلیونو يورو په ارزښت غلا شوی موټر و موندل شو
د ختیځې اروپا بانډونه
د آلمان د پولیسو په وینا، د موټر غلا د ختیځې اروپا څخه د ځانګړو ډلو لخوا ترسره کیږي. په برلين کې د هر اړخیزې بيمې لرونکو هرو ۱۰۰۰موټرو ۲،۲ فيصده یې غلا شوي دي. په هامبورګ کې بيا د غلا کچه ۱،۱ سلنه وه. په ملي کچه بيا دغه اوسط ۰،۲ سلنه وو. د آلمان په سویلي ایالتونو کې، د موټر غلا کچه خورا ټیټه ده.
د نورو تر څنګ د SUVs موټرو غلا خورا ډیره ده.
غله موټر د ختیځې اروپا هیوادونو ته وړي، هلته یې یا په جعلي اسنادو پلوري، یا یې ټوټې ټوټې کوي او د پرزو په توګه یې پلوري.