په آلمان کې د پرانیستل شوي ستر جومات انځورونه او معلومات!
دغه ستر جومات د آلمان په کولن ښار کې رغول شوی او نن د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په لاس پرانیستل شو. په کولن ښار کې د اردوغان پر ضد لاریونونه هم شوي. د جومات تاریخ، جوړیدل او په زړه پورې انځورونو دلته کلتی شئ.
د آلمان په کولن ښار کې ستر جومات او اسلامي مرکز د اردوغان په لاس پرانیستل شو. د پرانیستنې پرمهال د آلمان په کولن ښار کې شدید امنیتي تدابیر نیول شوي وو.
د دغه جومات د ډیزاین انګیزه د ګل له غوټۍ اخیستل شوې ده. د جومات په ودانۍ کې له ښیښو کار اخیستل شوي چې د پرانیستي ځاي په معنی دي. جومات دوه ۵۵ متره لوړ منارونه لري.
د جومات د رغولو مصارف د مسلمانانو د سلګونو ټولنو لخوا ورکړل شوي دي. سربیره پر دې د دیتیب په نامه د ترکیې په حکومت پورې تړلې آلمان میشتې ادارې هم د دې جومات په رغولو کې خپل رول لوبولی دی.
دغه جومات آلماني انجنیر پاول بوهم ډیزاین کړی دی. دغه آلمانی انجینر د کلیسګانو په جوړولو کې تخصص لري او په ۲۰۰۵م کال کې یې د دغه جومات د ډیزاین قرارداد ترلاسه کړ. خو نوموړي بیا په ۲۰۱۱م کال کې تر یو لړ اختلافاتو وروسته دغه کار ترک کړ.
دغه جومات د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۷م کال کې د روژې په میاشت کې پرانیستل شوی وو. خو نن د رجب طیب اردوغان په لاس په رسمي توګه پرانیستل شو. د دغه «مرکزي مسجد» د جوړولو د بنسټ ډبره د ۲۰۰۹م کال د نوامبر مياشتي پر ۷مه نېټه کیښودل شوې وه.
دغه ستر جومات او اسلامي مرکز د شاوخوا ۱۲۰۰ کسانو د ځایولو ظرفیت لري. په دې جومات کې یو ستر اسلامي کتابتون هم موجود دی.
په ۲۰۱۱م کال کي چي د جومات ۳۷ متره لوړه گبنده او دوه ۵۵ متره هسک منارونه جوړ شول په پلان کي وه چي د جوړيدو چاري یې تر ۲۰۱۲م کاله پوري پای ته ورسيږي. خو وروسته بیا د معمارۍ پر شرکت باندي د ځينو تورونو له کبله يې چاري وځنډېدلې.
دغه مسجد پر ۱۶۵۰۰ متره مربع مځکه جوړ سوی دی او په کې يو کتابتون، د زده کړو او سمينارونو ځای، د دوکانونو له پاره ساحه، د خدماتو چمتو کوونکو له پاره دفترونه او د موتر درولو له پاره تر مځکي لاندي ستر پارکينگ جوړ سوي دي.
دغه جومات د «دیتیب» په نامه د دیني چارو په برخه کې د اسلامي - ترکي ټولنې تر چتر لاندې دی. تر دې وروسته به د دغې ټولنې مرکز هم په دې جومات کې وي.
«دیتیب» یا په دینې چارو کې د ترکیې – اسلامي ټولنه، په آلمان کې د جوماتونو تر ټولو ستره ټولنه شمیرل کیږي. د کولن د ستر جومات سربیره، په آلمان کې شاوخوا ۹۰۰ جوماتونو د دغې رسمي ټولنې تر چتر لاندې دي او شاوخوا ۸۰۰ زره غړي لري. په آلمان کې پر دغې ټولنې او جومات باندې انتقادونه شوي.
کولن ته د ترکیې د ولسمشر د هرکلي له پاره د نوموړي ګڼ شمیر پلویان راټول شوي وو. د آلمان په کولن ښار کې د اردوغان د سفر پرمهال سخت امنیتي تدابیر نیول شوي.
په کولن ښار کې د اردوغان ضد لاریون هم ترسره شوی دی. لاریون کوونکو د ښار په یوه بله څنډه کې لاریون کړی او د اردوغان پرضد یې شعارونه ورکول. په کولن ښار کې زرګونه پولیس د امنیت د تامین له پاره ګمارل شوي دي.
د اردوغان ضد لاریون کوونکو پر اردوغان او د نوموړي پر سیاست نیوکې کړي او د اردوغان ضد شعارونه یې ورکړي.
آلمان ته د خپل درې ورځني سفر په وروستی ورځ اردوغان، په کولن ښار کې د دغه ستر جومات پرانیستنه وکړه. اردوغان وویل چې هغه غواړي د آلمان په نورو ښارونو کې ورته جوماتونه وویني.