په آلمان کې د کارنیوال لمانځلو انځوریز آلبوم
د آلمان په څو ایالتونو کې د نومبر د ۱۱ راهيسي کارنیوالونه پیل شوې دي، په دغه انځوریز آلبوم کې د ۲۰۲۴م کال کارنیوالونو جشنونو ته کتنه کوو.
په بارني هوا کې خندا
دا یوه بارني او خړه ورځ ده: د نومبر د نورو ورځو په څیر یوه نورماله ورځ، خو د کولن ښار چاپیریال په رنګونو پوښلی. هر کال د کارنیوال موسم د نومبر پر ۱۱ د ورځې پر ۱۱:۱۱ بجو په یوه زاړه ښار کې پیلیږي. دا جشن د ښار د اوسیدونکو او سیلانیانو له پاره خورا مهم دی.
له بلجیم څخه د نڅا ډله
دې نڅا ډلې هم د اورښت ورځې ته رنګ اضافه کړی. کولن د ګاونډي هیواد څخه لېرې نه دی، نو بلجمیان کولی شي په اسانۍ سره په اورګاډي کې دې ښار ته ځانونه ورسوي. د پرانیستې جشنونو په جریان کې د کال په دې موسم کي د باران احتمال دې وي نو دوی پلاستيکي بالاپوښ اغوندي چې کالي يې ترې معلوم شي.
زاړه او ځوانان ټول دا جشن لمانځي
کارنیوال د کولن ښار د اوسیدنکو په وينه کې دی. آن زاړه خلک یې په کارنیوالونو کې فعاله ونډه اخلي.
پخواني انځور
کارنیوال په آلمان کې اوږد دود لري. دا انځور د ۱۸۸۴م کال دی. تاسو کولی شئ د کارنیوال شهزاده (مرکز) او د هغه ملګري وګورئ.
په کولن کې د کارنیوال د دریو کیسزو اصلي غړو رول
هر کال شهزاده، بزګر، او پېغله دا درې کسان په دوديز ډول له نارينه وو څخه غوره کېږي. دوی د کارنيوال (مېلې) کمېټې له خوا ټاکل کېږي او د پنځم موسم په اوږدو کې، چې په آلمان کې د څو میاشتو جشنونو ته ويل کېږي، ګڼې غونډې او جشنونه ترسره کوي. دا د کال ۲۰۲۳ په کارنيول کې د کولن درې کسیزه ډله ده.
په اول وار یوه درې کسیزه همجنسه ډله
سږکال، د همجنس بازانو د کارنیوال کلب *StattGarde Colonia* درې غړي دا درې کسیزه ډله جوړوي، او دوی لومړۍ ښکاره همجنسباز درې کسیزه ډله ده. د دوی ټاکنه په اګست کې اعلان شوې وه. په زیاتېدونکې توګه خلک غوښتنه کوي چې ښځې هم په دې درې کسیزه ډله کې شاملې شي — خو دا کار لا تر اوسه نه دی پلان شوی.
په دوسلدورف کې "هوپیډیڅ"
دوسلدورف په آلمان کې د کارنیوال بل مهم مرکز دی. په دې راینلنډ ښار کې، یوه کرکټر چې د "هوپیډیڅ" په نامه یادیږي، د جشنونو د پرانیستې له پاره راپاڅي او په یوه طنزي وینا کې د ځایي، ملي او نړیوالو پېښو په اړه تبصره کوي. هغه د ښار مشران هم په سختو ټکو ګواښي. د هغه د دندې موده، د درې کسیزې ډلې په څېر، د ژمي په پای کې د "ایش چهارشنبه" په ورځ پای ته رسېږي.
په ماینز کې د کارنیوال د جشن پیل
د خراب موسم سره سره، د "احمقانو" شخصیت غوره کوونکې په ماینز کې هم راټول شول. لکه هر کال، د کارنیوال د قانون له مخي جشن د غرمې پر ۱۱:۱۱ بجو پيليږي.
رنګار رنګ جشن
ډېرو خلکو د جشن ورځي له پاره رخصتي اخیستې وي. ځینې ځایونه داسې ډک شوي وي چې ځای پکښې نه وي. د پولیسو او امنیتي ځواکونو له پاره دا یوه سخته ورځ وي. خو کله چې هر څه سم پر مخ ځي، فضا آرامه پاتیږي — لکه دلته په کولن ښار کي.
جشن دننه هم دوام لري
د کوڅو د جشنونو وروسته، خلک بلل کېږي چې د مختلفو کارنیوال ټولنو لکه د شهزاده ګارډ، چې په دې عکس کې دی، تعقیب کړي، ترڅو د جشنونو لمانځل دوامداره وساتي. خلک نڅا کوي، سندرې وايي، خاندي او ډېرل الکول څښل کيږي.