جرمونه
آلمان: سيمه ايزي محکمې د بمي برید تر ګواښ وروسته تخلیه شوي
۱۳۹۷ دی ۲۱, جمعهاعلان
پولیسو ویلي دي چې د جمعې په ورځ د آلمان په پوتسدم، مګدېبورګ، ایرفورت، ویسبادن او کیل په ښارونو کې سیمه ایزو محکمو د بمي بریدونو په اړه ګواښونه ترلاسه کړل.
د چارواکو په حواله دغه ګواښونه د ایمل له لارې استول شوي دي. آلمان په دې هیواد او اروپا کې تر یو شمیر ترهګریزو بریدونو وروسته، لا ډیر تدابیر نیولي دي.
تر اوسه پوري د پیښې په اړه کوم معلومات ورکړل شوي:
- چارواکي اوس دغه سیمې د چاودیدونکو موادو موندونکو سپیانو په مرسته، پلټي.
- پولیسو ویلي دي چې نا معلومو برید کوونکي ګواښ کړی دی چې په بیلابیلو سیمه ایزو محکمو کې به چاودیدونکي توکې والوزوي.
- په ویسبادن کې، په محکمه کې یوه شکمنه بسته موندل شوې ده.
- پولیس اوس په دې لټه کې دي چې د ګواښونکي ایمل سرچینه وموندي.
په دې اړه نور جزئیات لږ وروسته خپریږي.