په آژه درياب کي د مهاجرو بله کښتۍ ډوبه سوې
۱۳۹۴ دی ۲, چهارشنبهد يونان ساحلي ساتونکو د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۲۳مه) ويلي دي چي سهاروختي د دغه هيواد فارماکونيسي ساحل ته نژدې د يوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کي ۱۳ مهاجر وژل سوي. په وژل سوو کسانو کي ۷ کوچنيان هم شامل دي.
د يونان فارماکونيسي ساحل د ترکيې ساحلونو ته نژدې پروت دئ. ساحلي ساتونکو ويلي دي چي دوی ۱۵ انسانان نور ژغورلي دي او یو تن لا ورک دي.
د ژغورل سوو کسانو دوه تنه چي يخنۍ وهلي ول روغتون ته لېږل سوي دي. دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چي دغه مهاجر د کوم هيواد وگړي ول.
د ژمي د سړې هوا او ښورانده درياب سره سره بيا هم په زرونو انسانان غواړي د مديترانې سمندر له لاري اروپا ته ځانونه ورسوي.
د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د راپور له مخي په روان کال کي نژدې يو ميليون پناغوښتونکو او مهاجرو ځانونه اورپا ته رسولي دي.
په روان کال کي اروپا ته د مهاجرت سفر پرمهال شاوخوا ۳۷۰۰ انسانان وژل سوي يا ورک سوي دي.