په ازبکستان کې ورځنی ژوند
ښايي شوکت میرزایوف، د ازبکستان راتلونکی ولسمشر شي. هغه د دې هیواد د پخواني ولسمشر اسلام کریموف تر مړینې وروسته د مرکزي اسیا دغه هیواد چاري پر مخ وړي.
د ولسمشرۍ انتخابات
یوه ښځه د شوکت میرزایوف، د ټاکنیز دفتر له مخې تیریږي. ميرزايوف، ښايي د دې هیواد د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شي.
د پخواني ولسمشر یادونه
د تاشکند اوسیدونکي د پخواني ولسمشر اسلام کریموف، په وير کي. کریموف پوهیدی چې د خپل هيواد له جغرافيايي موقعيت څخه څرنگه گټه واخلي.
په ازبکستان کې دیني تنوع
دا په ازبکستان کې یوه کلیسا ده. که څه هم د ازبکستان ۹۶ سلنه اوسیدونکي مسلمانان دي، خو بیا هم په دې هیواد کې ۲ سلنه عیسویان او ۲ سلنه د نورو دینونو پیروان ژوند کوي.
په تاشکند کې ورځنی ژوند
يوه ښځه د ډوډۍ اخیستلو په حال کې. ازبکستان ۳۲ میلیونه نفوس لري او په مرکزي اسیا کې تر ټولو ډیر نفوس لرونکی هیواد دی.
د پنبې راټولول
بزګر د فرغانې په دره کې د پنبې په راټولولو بوخت دي. ازبکستان د سرو زرو، یورانیوم، ګازو او پنبې لویې منابع لري.
په سمرقند کې د غالیو فابریکه
سمرقند د وریښمو پر تاریخې لاري پروت دی. دا ښار په مرکزي آسیا کې هغه مهال یو له ارزښتناکو سیمو څخه وو.
د پخواني شوروي اتحاد نښانې
دا په تاشکند کې د مالیې وزارت دی. دا د پخواني شوروې د معمارۍ یوه نښانه ده چې د تاشکند په زړه کي ليدل کيږي.
فرهنګي تنوع
ازبک نڅاګر د تاشکند په یوه رستورانت کې خپل هنر نندارې ته وړاندي کوي. په ازبکستان کې څو قومونه او فرهنګونه یو له بل سره ډیر نژدې ژوند کوي. دغه هیواد له قزاقستان، تاجیکستان، قرغزستان، افغانستان او ترکمنستان سره گډ سرحدونه لري.