«په افغانستان کې به د امريکايي ځواکونو محدود شمير پاتې شي»
۱۳۹۸ آذر ۲۱, پنجشنبهد امريکا د پوځ د گډو ځواکونو مشر جنرال مایک ميلي، د چهار شنبنې په ورځ کانگرس د وينا پر مهال د عسکرو بالقوه شمير واضح نه کړ خو دا خبره یې تائيد کړه چې په افغانستان کې له ترهگرۍ سره د مبارزې د عسکرو د شمير پر راکمولو غور کيږي.
هغه زياته کړه: «موږ څو انتخابه لرو چې دغه یې يو دی.» امريکا متحده ايالات دمگړۍ په افغانستان کې ۱۳۰۰۰ سرتيري لري چې تقريباً ۵۰۰۰ یې په ترهگرۍ ضد ماموريت کې برخه لري. پاتې یې د ناټو د «پريکړنده مامويت» په چوکاټ کې د افغان ځواکونو پر روزنه او د هغوی پر مشاورت بوخت دي.
د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزير مايک اسپر چې د مايک میلي ترڅنگ یې کانگرس ته معلومات ورکول، وويل چې امريکايي ځواکونه بايد پر دې سربیره هم چې له طالبانو سره د سولې د تړون د رامنځته کولو هڅې رواني دي، پر ترهگرۍ ضد جگړه تمرکز ولري.
هغه وويل: «موږ په افغانستان کې د ترهگرۍ ضد يو مهم ماموريت لرو. دا په دې معنی ده چې موږ بايد دا ډاډ ترلاسه کړو چې افغانستان هیڅکله بيا د ترهگرو په ځاله نه بدليږي چي امريکا ته خطر وي.»
هغه وويل چې قوماندانونو یې ده او ميلي ویلي دي چې امريکا په افغانستان کې د عسکرو د شمير پر کمولو سربيره هم د ترهگرۍ ضد ماموریت پرمخ وړلی شي.
ايسپر په دې څرگندونو سره چې «زه په افغانستان کې د عسکرو د شمير کمولو ته ليوال يم» وويل چې د هغو عسکرو يو شمير یې چې اوس په افغانستان کې ميشت دي، کيدلی شي د نړۍ په نورو برخو کې په دندو وگمارل شي، څو له روسیې او چین سره د بالقوه جنجالونو له پاره د امريکا چمتووالی لا تقويه شي.
اسپر همدا راز وويل چې هغه په ټوله نړۍ کې د امريکا د پوځي ماموريتونو ارزونه کوي څو په دې اړه پريکړه وکړای شي چې څومره شمير عسکر په دې توگه له سره ځای پر ځای کيدلی شي.
bs/nz (ap)