په اوکراين کې د امريکا خوشه يي بمونه استعمال ته اماده شوي
۱۴۰۲ تیر ۳۰, جمعهد امريکا متحده ايالاتو حکومت تائيد کړې ده چې د اوکراين په جګړه کې هغه کلستر يا خوشه يي بمونه کارول کيږي، چې امريکا اوکراين ته ورکړي دي. د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت شورا ویاند جان کیربي، په واشنګټن کې وويل چې د اوکراين عسکر دغه مهمات په مناسبته او اغیزمنه توګه کاروي.
زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ
جان کیربي، زياته کړه چې د دغو مهماتو کارولو د روسیې دفاعي او تهاجمي سنګرونه اغیزمن کړي دي. خو کیربي په دې اړه نور جزيات ور نه کړل.
تر دې دمخه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د اوکراین د يوې حکومتي سرچينې له قوله چې نوم یې نه وو په ډاګه شوی، رپوټ ورکړی وو چې امنيتي ځواکونه یې د دې مهماتو په کارولو سره د هيواد په جنوب ختیځ کې د روسیې د هغو سنګرونو د ماتولو هڅه کوي چې د اوکراين ځوابي حملې په لار کې خنډ جوړوي.
اړونده موضوع: روسیه: اوکراین ته د خوشه يي بمونو لېږد نړۍ یوې نوي نړېوالې جګړې ته بیايي
د لویدیځ د کارپوهانو په حواله روسیه لا له اوږدې مودې راهېسې دا ډول بمونه کاروي. په کيف کې حکومت تر دې دمخه ټینګار کړی وو چې د امريکا له خوا ورکړل شوي دا بمونه به د روسیې پر خاوره د بريد او يا د ملکی تاسیساتو پر وړاندې نه کارول کیږي.
امريکا، اوکراين او روسيه په هغو سلو هيوادونو کې نه دي شامل چې د کلستر بمونو د نه کارولو نړيوال تړون یې لاسليک کړی دی.
آلمان د اوکراين په جګړه کې د هند پر دريځ نيوکې وکړې
د آلمان د اقتصاد وزير روبیرت هابېک، د اوکراين پر وړاندې د روسیې په يرغلیزه جګړه کې د هند پر دريځ انتقاد وکړ. نوموړي د دغه هېواد په پلازمينه نوي ډيلي کې وويل چې هند تر اوسه دا جګړه په څرګنده نه ده غندلې.
هابېک په دې ترڅ کې وويل: «دا [جګړه] له نړيوالو حقونو څخه سرغړونه ده چې په دې نزدې ماضي کې یې مثال نه موندل کیږي. او دا خبره هند هم باید په واضح توګه وکړي.»
هند د اوکراين په جګړه کې بې پرې دریځ غوره کړی، د مسکو پر وړاندې د لویدیځ په بندیزونو کې ملګری نه دی او ديالوګ له لارې د دې شخړې د حلولو خبره کوي.
زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ
هابېک له دویچه ويله سره په خبرو کې په دې اړه وويل: «زه شخصاً دا نظر لرم چې کله بې عدالتي روانه وي نو بيا سړی بې پرې نه شي پاتېدلای. تل يو يرغلګر او يو قرباني شتون لري.»
نوموړي زياته کړه که چېرې سړی د یرغلګر او قرباني ترمنځ توپير ونه کړي نو بيا دا د وضعيت واقعې انځور نه وړاندې کوي.
هند له لویدیځ سره ښې اړيکي لري او له روسیې سره هم، دې ته په کتو سره چې په پوځي توګه د ځان سبمالولو ټوله تکیه یې پر روسیې ده. خو هند اوس مخ پر زياتېدونکي توګه له نورو هېوادونو څخه هم پوځي تجهیزات رانيسې، د مثال په توګه له فرانسې څخه.
پر دې سربیره هند د اوکراين د جګړې پر وخت له روسیې څخه ډېر ارزانه تېل هم وارد کړي دي.
د غله جاتو د تړون په اړه د امنيت شورا غونډه
د ملګرو ملتونو امنيت شورا نن جمعه د روسیې له خوا د غله جاتو د تړون د متوقف کولو په تړاو مشوره کوي. په ملګرو ملتونو کې د بريتانیا استازولۍ له خوا ويل شوي چې په دې ترڅ کې به د دې ګام د بشري پایلو په اړه خبرې اترې وشي.
روسیې د دوشنبې په ورځ د تور سمندرګي له لارې د اوکراين د غله جاتو د انتقال تړون پر نړيوالو احتجاجونو او غوښتنو سربیره لغوه اعلان کړ. تر دې وروسته روسیې هغه کښتۍ چې د اوکراين د بندرونو پر لور حرکت کوي، د احتمالي پوځي هدفونو په توګه اعلان کړې.
اړونده موضوع: روسيه له اوکراينه د غله جاتو صادرات متوقف کوي
د مسکو د دې ګواښونو په ځواب کې اوکرين هم د هغو کښتيو پر وړاندې د چلن اعلان وکړ چې په توره بحيره کې د روسیې له خوا کنتروليدونکو بندرونو ته تګ راتګ کوي.
د رویترز خبري آژانس د يوه رپوټ په حواله د روسیې پوځ يو ځل د اوديسا بندر د غله جاتو پر ترمينل بريد کړی دی. د يوه حکومتي چارواکي په حواله په دې بريد کې دوه کسان ټپیان شوي دي.
ب. ص/ ن. ز (rtr, dpa, afp)
زموږ له آرشيف څخه: