په اوکراين کې د سيلانيانو لارښوده د اودبسا د ښکلاو په حسرت کې
په داسې حال کې چې اوکراین د روسیې د بریدونو تر اور لاندې سوځي، ناتالیا ویلاشینکو چې له جګړې مخکې یې په اودیسا کې د سیاحتي لارښودې په توګه کار کاوه، اوس دهېواد په سویل لویدیځ کې د دغه بندر د ښکلا په اړه خبرې کوي.
زما د خوښي ځای اوديسا
زه ناتالیا ولشینکو یم او زما زړه زما د هیواد اوکراین پورې اړه لري. زه د سفر کولو او نوي ځایونو موندلو سره مینه لرم، خو دا تل ما خوشحاله کوي چې کور ته راشم. زه په اودیسا کې ژوند کوم. په دغه په زړه پوری ښار کې په اروپايې بڼه او خورا ښکلی پریمورسکي بولیوارډ، د اوپرا ماڼۍ چې د ویانا معمارانو له خوا ډیزاین شوی او په ۱۸۸۷ کې پرانستل شوي، شته دي.
د تور سمندر په څنډو کې استراحت
زه اودیسا سره مینه لرم. دا سمندر ته نږدې دی او ورځې يې ډير کله لمريزي دي. له جګړې مخکې زه تل له خپلو ملګرو سره د سمندر غاړې ته تللم او د لمر له وړانگو څخه مو په گډه خوند اخيست. دا واقعیا په زړه پوری ده. په اودیسا کې یو متل دی چې وايي، سمندر کولی شي غم لرې کړي، درد کم کړي او روح پیاوړی کړي، او زما تجربه بالکل همدا تائيدوي.
زما ژوند د سفر د لارښودې په توګه
زه د معمارۍ او تاریخ سره مینه لرم. ما د سیاحت مطالعه کړې او له همدې امله زه د سفر د لارښودې په توګه د کار کولو له پاره غوره شرایط لرم. ما په ۲۰۱۶کې خپل کار پیل کړ، خپل ښار اودیسا او د هغې شاوخوا شاوخوا مې د بیلابیلو هیوادونو سیلانیانو ته وښودل. دا څومره ښه احساس وو کله چې ما دوی ته خپل هیواد ورپيژانده او په ورته وخت کې مې بیلا بیل کلتورونه پيژندل.
د اوکراین معماري
که یو څوک له ما څخه وپوښتي چې تاسو کوم شی ډیر ځه شی خوښوي؟ زه به ووایم چې پلي گرزيدل او د معمارۍ عکس اخیستل. زه زړې ودانۍ خوښوم چې د لرګیو دروازې او د مرمرو زینې لري. په اوډیسا کې ، ما یو سیاحت پیل کړ او سیلانیانو ته مې د ښار یوه برخه وښودله چې دوی ته لږه پیژندل شوي وه، د ښار هماغه کونج چې زاړه انګړونه ستاسو زړه وړي او بي سده کوي يې.
لویو؛ قهوه او کلتور
زما اول اوديسا او ورپسي لویو يا لمبرگ خوخښيږي چې شاوخوا ۷۳۰ زره نفوس لري او د اوکراین د لويديځې برخي ستر ښار گڼل کیږي. دغه ښار خپل شهرت د کتاب د سترو نندارتونونو له کبله گڼي،، جشنونونه، لمانځني، قهوه خانې د کورونو زړه راښکونکي معمارۍ له امله شهرت لري. د ښار پخوانۍ برخه د یونیسکو د نړیوال میراث په لیست کې ده او د رینیسانس، باروک، کلاسیک او آرټ نوویو معمارۍ سره ودانۍ لري. یو ریښتینی جواهر!
د ځانګړو برخو په لټه کې
زما ملګرې ارینا، چې د لویف څخه ده، او زه ډیری وختونه د دې زاړه ښار څخه لیدنه کوو په دې هیله چې د دې انګړ، زړې ودانۍ او ځانګړي معمارۍ ومومم. ډیری وختونه قسمت زموږ سره مرسته وکړه موږ د چت نقاشي او پر لارو له ډبرو څخه جوړ شوو خښتو کې به مو کوچنۍ نقاشی گانې موندلي.
د کارپاتیا غرونه له په زړه پورې ښکلاو سره
اوکراین یو داسې هیواد دی چې د غرونو او د دريابونو له غبرگ نعمت څخه برخه من دی. تاسو کولای شئ پلي سفر وکړئ، د ځایی خوړو څخه خوند واخلئ او د سیمې کلتور او دودونو په اړه نور معلومات تر لاسه کړئ. ما یو ځل د پیلی پیټس په کلي کې خپله کلیزه ولمانځله او د لومړي ځل له پاره مې کیبل موټر وچلاوه، چې دا زما یو له غوره یادونو څخه دی.
چرنیهیف کې ډير شمير تاريخی اثار
کله چې مې د ګرځندوی لارښود په توګه کار کاوه، ما د اونۍ پای سفرونه چيرنيف ته تنظیم کړل، یو داسې ښارګوټی چې لرغونې کلیساګانې لري، ځینې یې په ۱۳م پیړۍ پورې اړه لري. ما چې مې په دي ښار کي د بريد په هکله خبر واوريد په دغه ښارر کې مي پر خلکو او لرغوني معمارۍ زړه درد کوي.
د اوکراین ښکلا له خطر سره مخ ده
ما دلته د هغه ځایونو په اړه وویل چې زه یې خوښوم او دا د اوکراین ښکلا ښیې. هره سیمه خپله خاصه ښکلا لري. د «سکانیا نووا» طبیعي زیرمې سره د خرسن څخه تر ګلابي جهيلونو، د تولیپ ساحې، د خرکیف تاریخي معمارۍ او د مایکولیوف سیمې پارکونه. له بده مرغه، جګړې د دوی ځینې برخي ویجاړې کړي دي.