1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کي د نيونو په اړه د امريکا اندېښنه

۱۴۰۱ آبان ۲۴, سه‌شنبه

"په ایران کې د مظاهره چیانو د ډله ایز نیول، فرمايشي محاکمې او د اعدام سزا" په اړه خپرو شویو راپورونو ته په اشارې سره، امریکا اندېښنه څرګنده کړې ده. ایران هم د آلمان د سفیر بیا احضارولو اعلان کړی دی.

https://p.dw.com/p/4JXuj
Szenen aus den jüngsten Protesten im Iran
انځور: UGC

امریکا متحده ایالتو په ایران کې د "ډېرو نیول شویو، فرمايشي محاکمې او د مظاهره چیانو د اعدامولو" په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان اعلان وکړ چې د دغه هيواد د حکومت له خوا په ایران کې له بشري حقونو څخه سرغړونې باید بې پایلې پاتې نه شي.

هغه وویل: "متحده ایالاتو په ټوله نړۍ کې له خپلو شریکانو او متحدینو سره ولاړ دي او د بندیزونو او نورو وسیلو له لارې [په ایران کې] د بشري حقونو د سرغړونو د حساب ورکولو له پاره فشار ته دوام ورکوي."

دغه راز هغه د اروپايي ټولنې او بريتانيا له خوا د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د نومبر ۱۴) په ايران کې د حکومت د سخت دريځيو پر وړاندې د اعتراض په توګه د لګول شويو بنديزونو هرکلى وکړ.

Flagge Iran und EU
انځور: Zoonar/picture alliance

په ايران کې د آلمان سفير بيا احضارول

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په ایران کې یې د آلمان سفیر هانس ایدو موټیل د هغه څه په وړاندې چې د ایران د داخلي پرمختګونو په تړاو یې د دغه هيواد د "ویجاړونکي چلند" په اړه "سخت احتجاج" کړی، احضار کړی دی.

آلمان په وار وار له ایرانه غوښتي چې د مظاهره چیانو له ځپلو او بشري حقونو څخه د سختو سرغړونو مخه ونیسي.

دغه هیواد چې د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د بندیزونو ملاتړ کوي، د ایران د خلکو د اعتراضي غورځنګ د ملاتړ او پر ايران د دیپلوماتیکو او اقتصادي فشارونو د زیاتولو پلان يې تصویب کړ.

د جبر او له زور څخه کار اخيستونکو ته د ویزو ورکولو منع کول او د سوداګریزو او مالي بندیزونو سختول د دې پلان له غوښتنو څخه دي.

Außenministerin Baerbock trifft litauischen Amtskollegen
انځور: Carsten Koall/dpa/picture alliance

د آلمان د بهرنیو چارو وزیره: په ایران کې جرمونه بې پایلې نه دي

په داسې حال کې چې د دوشنبې په ورځ بريتانيا او اروپايي ټولنې، د مظاهره چيانو د پرله پسې ځپلو له امله پر ايران بنديزونه ولګول، د جرمني د بهرنيو چارو وزيرې د دغو بنديزونو هرکلى وکړ او دا يې له  بشري حقونو څخه د سرغړونو په غبرګون کې د ايران له پاره يو پيغام وباله.

انالینا بيربوک چې په خپل انسټاګرام پاڼه کې یې د دې مسلې په اړه غبرګون ښوولی، ویلي دي: «په تهران، مشهد او اصفهان کې هیڅوک باید دا باور ونه کړي چې دوی له کومې پایلې پرته جرم ترسره کولای شي او اروپا او نړۍ به يې ننداره کوي.«

بيربوک وویل: "زه له تاسو څخه پیغامونه ترلاسه کوم، خوبندیزونه وخت نیسي." بندیزونه یوازې سیاسي نه دي، بلکې باید د اغیزمن کیدو له پاره قانوني تضمین هم ولري. له همدې امله موږ د نوي لیست چمتو کولو له پاره شواهد راټولوو."