په ايټاليا کي يو بس د پله له سره رالوېدلی؛ ۲۱ کسان مړه دي
۱۴۰۲ مهر ۱۲, چهارشنبهد فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، دغه بس د سه شنبې په ماښام (د اکتوبر ۳مه) له لس متره لوړ ځای څخه لاندې ولوېد چې بیا ېې اور واخیست.
د ونیز ښار د اور وژنې ادارې مشر لاورو لونګو، خبريالانو ته وويل چې «دغه بس پر شا راغی او ولوېد. تاثېرات ېې ځکه وحشتناک دي چې له لس متر لوړې څخه راولوېد.»
دغه بس د ونیز تاريخي ښار څخه د سيلانیانو د اوسېدو ځای ته بېرته د راګرځېدو په حال کې وو چې په ځایي وخت د ماښام پر ۷نیمو بجو دغه پيښه وشوه.
د ونیز ښاروال، لويجي بروګنارو، پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي چې «نن ماښام يوې تراژيدي زموږ ټولنې ته ټکان ورکړ» او دغه پېښه ېې ېوې «آخرزماني شيبې» ته ورته شیبه توصیف کړې ده.
د ونيز والي، لوکا زایا (Luca Zaia) په دغه ترافيکي پېښه کې د لږ تر لږه ۲۱ کسانو مړينه او د زیات شمېرو نورو ټپي کېدل تائيد کړې دي. هغه زیاته کړه چې د یو شمير ټپيانو وضعیت نازک دی. والي دغه پېښه یوه «ستر ابعاد لرونکې تراژيديِ» وښوده.
د ونیز یو چارواکي مړه شوي کسان اوکرايني سيلانیان وښودل، خو ايټالوي خبري آژانس ANSA ويلي چې د آلمان او فرانسې اتباع هم پکې دي. چارواکو وويل چې په ټپیانو کې د درو اوکراينيانو او یو کروشيايي ترڅنګ، د آلمان او فرانسې اتباع شامل دي.
د ايټالیا صدراعظمې، جورجا ميلوني، د پېښې د قربانیانو له کورنيو سره خپل «ژور خپګان» ښودلی دی. هغې په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې د پېښې د رامنځته کېدو په تړاو د ونیز ښاروال او د (ترانسپورت) وزير سره په اړېکه کې ده.
mks/nz/(AFP)