«په اچين کي د داعش ۳۰۰ جنگيالي وژل سوي»
۱۳۹۴ اسفند ۱۷, دوشنبهد ننگرهار د پوليسو وياند حضرت حسين مشريقوال، د دوشنبې په ورځ ويلي دي چي تيره شپه د بې پيلوټه الوتکي په يوه يرغل کي د داعش ۱۵ جنگيالي وژل سوي دي.
هغه ويلي دي: «دغه هوايي يرغل د اچين ولسوالۍ په مومنددرې سيمه کي سوی دئ او د داعش ۱۵جنگيالي پکښې وژل سوي دي. ملکي وگړو ته پکښې مرگ ژوبله نه ده اوښتې.»
د ننگرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کي له څو اوونیو راهيسي د «شاهين- ۱۸» په نوم پوځي عملیات روان ول. دغه عمليات چي درې اوونۍ ئې دوام وکړ، د افغان چارواکو په وينا پکښې د داعش نژدې ۳۰۰ جنگيالي وژل سوي دي.
د افغان چارواکو په خبره دغه عمليات د جمعې په ورځ په رسمي توگه پای ته ورسېدل.
افغانستان به د داعش هديره وگرځي
د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني ژمنه کړې ده چي هيواد به ئې د افراطي ډلي «اسلامي دولت» (داعش) هديره وگرځي.
غني د جمعې په ورځ د افغانستان پارلمان ته په وينا کي وويل چي پوځ ئې د هیواد په ختيځ کي د داعش پرضد جگړه کي بريالی سوی او «افغانستان به د داعش هديره وگرځي».
هغه وويل چي امنيتي ځواک ئې په دې توانېدلی دئ چي د هيواد په ختيځ کي ډېري سيمي د داعش له حضوره پاکي کړي.