په بادغيس کې پر پوځي اډې برید شپږ عسکر وژلي دي
۱۳۹۷ خرداد ۱۶, چهارشنبهد بادغیس د ولایتي شورا مشر عبدالعزیز بیګ ویلي دي چې د سه شنبې په ورځ ناوخته دغه برید د دواړو لورو ترمنځ د دوه ساعتونو جګړې سبب وګرځید چې په پایله کې یاغیانو د امنیتي ځواکونو پوځي تجهیزات او وسلې غلا کړي او دوه پوځي موټر یې هم له ځانه سره بېولي دي. تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید مسئولیت نه دی منلی.
په يوه بل راپور کي بيا د افغانستان په شمال بغلان ولایت کې د سړک غاړې یوې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده. د دې ولایت د پولیسو چارواکو ویلي چې د سړک غاړې یوې بمي چاودنې په پایله کې یو ملکي وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
په دې وروستیو کلونو کې افغان امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو او اسلامي دولت یا داعش ډلي پوري تړلو جنګیالیو د مخ پر ډیریدونکي بریدونو لاندي دي. دواړه وسله والې ډلې په ټول هيواد کې په اوسط ډول د ورځې یو یو برید کوي.
زموږ له آرشیف څخه: