په بلخ کې د يوې کورنۍ ۷ غړي په مرموز ډول وژل شوي دي
۱۴۰۱ بهمن ۱۵, شنبهپه بلخ کې د طالبانو د پولیسو ویاند، محمد آصف وزیري، د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ ۴مه) د آلمان خبري آژانس ته وویل چې د قتلونو دغه پېښه د دغه ولایت په چمتال ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د وزيري په خبره، په وژل شوو کسانو کې پنځه ماشومان په چړې وژل شوي او د ښځې او مېړه مړي بيا په داسې حال کې موندل شوي چې د تومانچې په ډزو ویشتل شوي دي.
د پولیسو له خوا د خپرو شوو انځورونو څخه ښکاري چې د پېښې قربانیان پر تخت د خوب پر مهال وژل شوي دي. د پولیسو په خبره، دغې کورنۍ د شخصي دښمنۍ سابقه درلوده، خو دا چې د قتلونو انګیزه همدا د دښمنۍ مسئله ده او که نه، روښانه نه ده.
د آلمان خبري آژانس وايي د طالبانو د بیا واکمنېدو راوروسته د تېر حکومت د چارواکو د مرموزو وژنو او د ځوانو ښځو په څير د نورو افرادو قتلونو سره په افغانستان کې د تاوتريخوالو کچه لوړه شوې ده.
د تیرکال په جون میاشت کې یو سړي د افغانستان په فراه ولایت کې د خپلې ښځې او ماشومانو په ګډون د خپلې کورنۍ ۱۰ غړي ووژل.
(dpa)mks/mns