په تريير پوهنتون کي د اسلام، يهوديت او عيسويت نوې څانگه
۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۹, دوشنبهد دغه پوهنتون اسلام پيژندونکئ او د کاتوليکي مذهب عالم، دنیس هالف سره د آلماني کاتوليکي خبري آژانس مرکه کړې ده.
پوښتنه: ښاغلی هالف، ولي دغه څانګه د الماني ژبو په حوزه کي بې مثاله ده؟
هالف: د دغي څانګي په جوړولو سره موږ غواړو یهودان، مسلمانان او عیسویان په خبرو اترو کي ورشامل کړو. ددې مشابه څانګه تر اوسه پوري یوازي په اکسفورد پوهنتون کي موجوده ده، چي د هغې ډیر تمرکز یهودیت او عیسویت ته دی او اسلام ته لږ توجه پکښي سوې ده.
خو دلته په تريیر پوهنتون کي دغه درې سره ادیان په مقایسوي ډول په نظر کي نیول کیږي. مثلآ د هغوی ترمنځ کومي مشترکي وجهي موجودي دی، کوم تفاوتونه سره لري او د خدای(ج) مفهوم په دغو ادیانو کي څه ډول دی؟ محصلین باید ددغو درو ادیانو تاریخي دیدګاه، مهمي ژبي او تاریخ، کلتوري تأثیرات او د مفکورو لرليد زده کړي.
پوښتنه: تاسي له پوهنتون سره یو ځای د ادیانو تر منځ د تحقیقاتو یوه رشته تأسیسوئ، ددې کارهدف څه شي دی؟
هالف: موږ غواړو چي محصلین د ادیانو ترمنځ په ښه وجهه او قابلیت سره تحصیل وکړي. دا کار نه یوازي په کلیسايي شغلونو کي مهم دی، بلکي هرځای چي انسانان سره راټولیږي، مثلأ په مکتبو، وړکتونو او یا اجتماعي بنسټونو کي. هدف دادی، چي د ادیانو ترمنځ تفاوتونه درک کړو او هغو ته ارزښت قایل سو.
پوښتنه: ولي دیني قابلیتونه نن ورځ ډیر مهم دي؟
هالف: موږ په جرمني کي له دیني لحاظه متنوع اما په عین حال کي سیکولر ټولنه کي ژوند کوو. دا ډیره مهمه ده چي ادیان یو له بل سره د ارتباط پیدا کولو توان ولري، خو له غیر مذهبي اشخاصو سره هم خبري تر سره کړي.
په جرمني کي په دې وروستیو کلونو کي د یهودیت او اسلام سره دښمني او تعصب ډیر سوی دی. موږ د یوې ګډي ټولني په توگه دا باید زده کړو، چي له تفاوتونو څخه په مثبت ډول استفاده وکړو او په عین حال کي د مذهبي افراطیت او نورو تبعیضي اشکالو او یا له نورو ادیانو سره د دښمنۍ مخ ونیسو. خاصتأ د الهیاتو په پوهنځۍ کي موږ دا وظیفه لرو، چي په سوله سره ګډ ژوند کولو کي سهم ولرو.
پوښتنه: تاسي یې مثال لرئ؟
هالف: که موږ یوه روغتون یا مکتب ته پام وکړو: په یوه صنف کي شاګردان په متفاوتو غوښتنو سره درسونه زده کوي. په دغه صنف کي مسلمانان او عیسویان او یا هم شاید یهودان د هغو ځوانانو څنګ ته ناست وي، چي مذهبي سابقه و نه لري او یا یې کورنۍ کاملأ نوري مفکورې ولري. دلته مثلأ دا سوال مطرح کیږي، چي کوم قواعد او رسم و رواجونه په روژه کي د یوه مسلمان ځوان روزمره کارونه تعینوي؟ ایا هغه روژه نیسي او که نه او یا ولي نه، د هغه او کورنۍ له پاره یې روژه څه معنی لري؟ په همدې ځای کي یو دین خپل مختلف اشکال ښکاره کوي.
پوښتنه: تاسي د ادیانو څخه متأثرو ټولنو کي ژوند کړی دی، لکه په دمشق، قاهره تهران او یا بیت المقدس کي. تاسي ددغو ټولنو څخه څه ډول الهام اخیستی دی؟
هالف: په بیت المقدس کي درې سره ابراهیمي ادیان سته. هلته انسانان د مختلفو عقایدو سره ژوند کوي. مهمه داده، چي نورو او د هغوی تفاوتونو ته په احترام او پراخ نظر وکتل سي. انسان کولای سي، په یوه داسي ټولنه کي له نورو سره ژوند وکړي، چي مختلف عقاید پکښي موجود وي او د خپل دین او عقیدې پیروي هم وکړي. په بیت المقدس کي دغه ډول یو ګډ ژوند له ټولو مشکلاتو او تبعیضونو سره سره د انتظار برخلاف سته.