په تیږو د شیطان ویشتل
د حج په سږنیو مراسمو کې په تیږه د شیطان د ویشتلو مذهبي مراسم ترسره شول. د سعودي عربستان چارواکو په دغو مراسمو کې د کومې لویې پیښې رپوټ نه دی ورکړی.
درې ورځې دیني مراسم
له مکې څخه لږ لیرې په سلهاو زره کسان د درو جمرو مخې ته راټول شوي دي. هغوی دلته په تیږو د شیطان د ویشتلو له پاره راغلي دي.
د تیږو راټولو
په دویمه ورځ حاجیان تیږې راټولوي. هغوی باید اووه تیږې راټولې کړي او په دریمه ورځ پرې شیطان وولي.
د شیطان ویشتل
حاجیان په خپلو اووه تیږو تر ټولو لویه جمره ولي. تر ۲۰۰۴ کاله پورې جمرات د منارونو په څیر ول، خو تر دې کاله وروسته سعودي چارواکو منارونه په دیوال بدل کړل ترڅو حاجیان په تصادفي توګه د منار بلې غاړې ته ولاړ حاجیان و نه ولي.
د جمرات پل
د جمرات پله په برکت اوس حاجیان دې سیمې ته ښه تګ راتګ کولی شي. اصلي پل په ۱۹۶۳ کال کې جوړ شوی وو خو له هغه وخت راهیسې څو ځلې پراخ شوی دی. سعودي چارواکو په ۲۰۰۶ کال کې یو نوي پل هم جوړ کړ. تر دې مخکې په دې سیمه کې عمومي ورخطايي ۳۴۶ تنه ووژل او ۲۸۹ تنه نور یې ټپیان کړل.
د ۲۰۱۵ کال ګډوډي
په وروستیو کلونو کې سعودي عربستان ته د تلونکو حاجیانو شمیر زیات شوی دی او چارواکو د عمومي ګډوډیو د مخنیوي له پاره تدابیر نیولي دي. په ۲۰۱۵ کال کې هم د ګډوډیو له کبله ۲۰۰۰ حاجیان ووژل شول.