په جرمني کي مسلمانان د لوی اختر قرباني څه ډول تر سره کوي؟
۱۳۹۹ تیر ۳۱, سهشنبهپه جرمني کي چي تر ۴ ميلیونه اضافه مسلمانان اوسیږي، هغوی هم د اختر لمونځ په ګډه سره کوي، یو د بل فامیلو ته سره ځي او کوچنیانو ته تحفې او سوغاتونه ورکول کیږي.
خو سږکال د کرونا پانډمۍ په سبب لوی اختر هم په محدود ډول سره لمانځل کیږي. ځکه چي تر اوسه پوري لویو محفلونو ته اجازه نه سته او د تماس نیولو محدودیتونه او مقررات لا اعتبار لري.
د قربانۍ تاریخ د اسلام د پیغمبر حضرت ابراهيم (ع) څخه شروع کیږي، چي باید خپل لومړی زېږېدلی زوی، اسماعیل(ع) یې د خدای(ج) په لار کي قرباني کړی وای. یهودان او عیسویان هم تقریبأ مشابه روایتونه لري، خو وايي چي د پیغمبر ابراهیم (ع) بل زوی اسحق(ع) یې قرباني کاوه.
ددې په عوض پاک خدای هغوی ته پسه رالیږي او هغه حلالیږي. مسلمانان هم له هغه وخت راهیسي خپله قرباني اکثرأ د پسونو په قربانۍ سره تر سره کوي. د اسلامي علماوو په خبره دا د انسانانو په مقابل کي د پاک خدای رحم او شفقت ښکاره کوي.
پسه یا بل هر ډول حیوان، چي قرباني کیږي، مخ یې باید د مکې معظمې پر خوا وي او بې له نشه کولو څخه حلالیږي. خو په جرمني کي بیا له څو کلونو راهیسي دغه ډول یوه طریقه منع ده، لومړی باید پسه بې هوښه او تر هغه وروسته حلال سي.
خو د جرمني د ستري محکمې د۲۰۰۲م کال د یوه فیصلې پراساس باید مربوطه ادارې په ځینو حالاتو کي استثناوي قایلي سي، خصوصأ په هغه صورت کي چي یو څوک شخصأ په دې نظر وي، چي د عقیدې مطابق یې یوازني لار د حیوان حلالیدل دي.