په درزاب ولسوالۍ کې له درو اړخونو جګړه روانه ده
۱۳۹۶ خرداد ۳۱, چهارشنبهد داعش ډلې شکمنو غړو د دوشنبې په ورځ پر درزاب ولسوالۍ باندي پراخ برید پيل کړ. د جوزجان ولایت ویاند محمد رضا، ویلي دي چې له امنیتي ځواکونو سره جګړې د سه شنبې تر ماښامه پوري دوام وکړ. په دې وخت کې طالبانو پر داعش باندې برید پیل کړ.
تر دې وروسته بیا افغان امنیتي ځواکونو له دواړو اړخونو سره جګړه پیل کړه او په دې ترتیب سره افغان حکومت، طالبان او د داعش ډلې احتمالي غړي یو له بل سره په جګړه بوخت شول.
اوس روښانه نه ده چې په جګړه کې کوم اړخ پر مختګ کړی دی. خو رضا ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د داعش جنګیالي د درزاب ولسوالۍ له مرکز څخه پر شا تمبولي دي. زیاته شوې ده چې په نښتو کې لس امنیتي ځواکونه او ۳۰ د داعش شکمن غړي وژل شوي دي.
د جوزجان د ولایتي شورا غړي عالمه صدف، ویلي دي چې د ولسوالۍ مرکز تر ډیره بریده پورې د داعش له خوا کنترولیږي. خو طالبانو بیا د سه شنبې په ماښام ادعا وکړه چې د درزاب ولسوالۍ مرکز یې نیولی دی. داعش بیا ادعا کړې چې د پولیسو اووه پوستې یې نیولې او اته سرتیرې یې هم وژلي دي.
لا تر اوسه پورې دا خبره په رسمي توګه نه ده تایید شوې چې ایا په درزاب ولسوالۍ کې په رښتیا هم د داعش ډلې جنګیالي شته او که نه؟ خو اوسیدونکي او ځيني کارپوهان وایي چې د ترهګرو ډلو پخواني غړي اوس د داعش په نوم په دې سیمه کې جګړه کوي.