په راتلونکو څو کلونو کي به د کیلو محصولات ډیر لږ سي
۱۳۹۸ شهریور ۱۵, جمعهساینس پوهانو په مسلکي مجله (Nature Climate Change) کي لیکلي دي، چي په راتلونکو څو کلونو کي به په دغو دوو هیوادونو کي د اقلیمي بدلونونو په وجهه د کیلو محصولات ډیر راکم سي. خو بیا په نورو هیوادونو، له هغې جملې څخه اکوادور او اندوراس کي چي د کیلو مهم صادرونکي هیوادونه هم دي او همدرانگه ځینو افریقايي هیوادونو کي د کیلو محصولات برعکس لوړ سي.
د بریتانیا د ایکسېتر له پوهنتون څخه د ساینس پوه، دانیل بېبر په مشرۍ یوه گروپ د کیلو تولیدونکو ۲۷ هیوادونو مختلف ارقام محاسبه کړي دي، لکه د هوا مساعده درجه، بارانونه او اقلیمي تغیرات.
د هغوی په خبره تر ټولو ډیر به په برازیل او کولمبیا کي د کیلو محصولات راکم سي. دوی زیاتوي چي: «موږ د کیلو پر ونو باندي د مختلفو ناروغیو او اقلیمي بدلونونو له تأثیراتو څخه ډیر اندیښمن یوو، کوم شي ته چي تر اوسه پوري هیڅ توجه نه ده، ورته سوې.»
همدا لږ وخت دمخه د کولمبیا د زراعت وزارت رپوټ ورکړ چي تر اوسه پوري یوازي په اسیا او افریقا کي رامنځته سوي د کیلو ناروغۍ ددغه پنځم کیلو تولیدونکي هیواد ډیر محصولات له منځه وړي دي.
گ.پ /ن.ز /آژانسونه