په رقه کې بیا کرار کرار ژوند پیلیږي
د سوریې رقه ښار د تیر میلادي کال اکتوبر په میاشتې کې د تندلارې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش له منګولو آزاد شو. د ښار اوسیدونکي په کرار کرار بیرته خپلو کورونو ته ورګرځي خو د ویجاړیو پرته بل څه نه دي پاتې.
رقه چې یو وخت د داعش پوخي مرکز وو، نن سبا د یوې ویجاړۍ پرته بل څه نه ده. کورونه چې یو وخت پکښې خلکو آرامه ژوند کاوه اوس یې رالویدلي چتونه او اوسپنې د سړکونو پر غاړه پرتي دي. له داعش څخه د ښار تر نیولو وروسته له ماینونو څخه د لارو پاکولو کار پیل شو، خو اوس هم اندیښنې شته چې ښایي په ویجاړیو کې چاودیدونکي توکي وي.
بې ځایه شوې کورنۍ له یوه ځای څخه بل ځای ته د تګ راتګ له پاره له بیلا بیلو وسیلو کار اخلي. بایسکلونه، موټر سایکلونه، یا لکه په انځور کې چې کراچۍ لیدل کیږي هغه نقلیه وسایل دي چې نن سبا په رقه کې لیدل کیږي.
په کوڅو او سیمه کې ورځنی ژوند: څلور ماشومانو او دوه لویان پر یوه موټر سایکل سفر کوي. د کورنۍ کوچنی ماشوم د موټر سایکل کنجوغه کې ناست دی. موټرسایکلونه د ویجاړ شوي ښار په کوڅو کې تر ټولو ګړندۍ نقلیه وسیله ده.
کوچنۍ کښتېو کې انسانان او کالي د فرات سیند بلې غاړې ته تیریږي. ځایي اوسیدونکي وایي چې د رقه پر سیند پروت پل د داعش د جنګیالیو له لوري ویجاړ شوی دی. هغوی د دغه پل د یوې برخې په ویجاړولو سره (لکه چې په انځور کې لیدل کیږي) موخه دا وه چې د رقه پر لور د سوریي دیموکراتیک پوځ مخه ونیسي.
نن سبا په رقه کې د ساختماني چارو کارګرو ته سخته اړتیا لیدل کیږي. ښار ته د خلکو له ستنیدو او د کورنو له جوړولو سره د خلکو تمایل زیات شوی. د سړک پر غاړه څو تنه کارګر انتظار باسي.
هر څومره چې سړکونه مصروفیږي، هغومره کاروبارونه هم ښه چلیږي. د سړک د غاړې دغه پلورونکي د ساختماني چارو کارګرو ته د کافې او اوبه برابروي. ځیني دغه پلورونکي هغه ماشومان دي چې له جګړو او تاوتریخوالي روغ رمټ وتلي دي.
په رقه کې د استوګنې د سیمې یو انځور: یوه میرمن له دوو ماشومانو سره د هغې کورنۍ له څنګه تیریږي، چې بیرته خپل کور ته راګرځیدلې ده. د بریښنا او اوبو نشتوالی د دې سبب شوی چې د کورونو د بیا رغیدو چارې له خنډونو سره مخامخ کړي.
د یوه ویجاړ شوي بلاک څخه څو تنه د پاتې شوو شیانو د ژغورولو په لټه کې دي. دوه سړي له ویجاړیو څخه یو تشکه د باندې راوباسي. لږ څه وروسته د کورنۍ پلار تر دغو ویجاړیو لاندې د خپل زوی درسي کتابونه موندي.
د ماشومانو په لاسونو کې د هوان مرمۍ لیدل کیږي، چې د سړک په منځ کې یې موندلي دي. په ټوله رقه کې اوس هم خطرناک چاودیدنکي توکي یا په لاس جوړ شوي بمونه د انسانانو ژوند ګواښي.