په روان کال کې په کابل کې ځانمرگي او وسله وال بريدونه
په دې انځوریز البوم کې د ۲۰۱۸م کال له راهيسي تر اوسه پوري په کابل کې د چاودنو او د تلفاتو په هکله معلومات.
د روان کال د جنوري د ۴ نیټې ځانمرګی برید
د روان کال په لومړۍ میاشت کې یعنې د جنوري میاشتې پر ۴ نیټه په کابل کې یوه ځانمرګي بریدګر د پولیسو او لاریون کوونکو یوه ډله په نخښه کړه چې له امله یې ۱۳ کسان چې ټول پولیس سرتیري ول، ووژل شول. په دغه برید کې چې داعش ډلې یې مسئولیت ومانه، ۲۵ نور کسان پکښې ټپیان شول.
د جنوري میاشتې ۲۰ نیټه، پر کانتیننتل هوټل د طالبانو برید
د همدې جنوري میاشتې پر ۲۰مه نیټه وسله والو طالبانو پر انترکانتینیتل هوټل برید وکړ. دغه برید څو ساعتونه دوام وکړ چې په پایله کې یې د چارواکو په وینا ۲۵ کسان ووژل شول او ډېر نور پکښې ټپیان شول. ځینو نورو سرچینو بیا د تلفاتو شمیر د ۱۵ بهرنیانو په ګډون ۴۰ تنه ښوولی وو.
د جنوري میاشتې پر ۲۷ نیټه، په کابل کې د امبولانس برید
د همدې جنوري میاشتې پر ۲۷ نیټه له چاودیدونکو توکو ډک د یوه امبولانس په واسطه د کابل په ګڼه ګوڼې سیمه کې برید وشو چې له امله یې تر ۱۰۰ ډیر کسان ووژل شول او سلګونه نور پکښې ټپیان شول. د دې برید مسئولیت طالبانو ومانه.
د جنوري میاشتې پر ۲۹ نیټه، پر پوځي مرکز د داعش بريد
د همدې جنوري میاشتې پر ۲۹ نیټه په کابل کې سهار وختي پر یوه پوځي مرکز برید ۱۱ سرتیري ووژل او یو شمیر نور یې ټپیان کړل. د دغه برید مسئولیت بیا اسلامي دولت یا دعش ډلې پر غاړه واخیست.
د مارچ پر ۹ نیټه، د شعیه ګانو پر یوې غونډې د داعش برید
تر یوې میاشتي ځنډ وروسته یعنې د روان کال د مارچ میاشتې پر ۹ نیټه په پلازمینه کابل کې یوه ځانمرګي بریدګر د شعیه ګانو په یوه سیمه کې ځان ته چاودنه ورکړه چې له امله یې ۹ تنه ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول. د عبدالعلي مزاري د مرګ په هکله جوړه شوې غونډې ته څیرمه د دغه برید مسئولیت داعش ډلې پر غاړه واخیست.
د مارچ ۲۱ نیټه، د نوي کال په ورځ د داعش ډلې برید
د همدې مارچ میاشتې پر ۲۱ نیټه د نوي کال په ورځ د یوه ځانمرګي برید په نتیجه کې تر ۳۰ ډیر کسان ووژل شول او تر ۷۰ یې ډیر ټپیان کړل. په دې برید کې زیاتره تنکي ځوانان ووژل شول او مسئولیت یې داعش ډلې پرغاړه واخیست.
د اپریل ۲۲ نیټه، د ټاکنو د نوم لیکنې پر مرکز د داعش برید
د اپریل میاشتې پر ۲۲ نیټه په کابل کې په داعش ډلي پورې تړلي یوه بل ځانمرګي بریدګر د راتلونکو پارلماني او ولایتي شوراګانو د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې او د تذکرو د ویش پر یوه مرکز باندې برید د میرمنو او ماشومانو په ګډون ۶۰ کسان ووژل او ۱۲۹ نور یې ټپیان کړل.
د اپریل ۳۰ نیټه، د خبریالانو د مړینې سربیره د داعش خونړی برید
د اپریل میاشتې پر ۳۰ (نن دوشنبه) په کابل کې یو بل خونړی برید وشوو چي د خبريالانو په گډون پکښې ۲۵ کسان ووژل شول او تر ۴۵ زيات ټپيان شول. د دې برید مسئولیت هم داعش ډلې پر غاړه واخیست.