روسيه، حلال خواړه، تجارت، مسلمانان
۱۳۹۸ تیر ۳۱, دوشنبهد روسیې پلازمېنې مسکو ته څېرمه په پرته يوه کارخانه کې حلال «ساسيج» جوړيږي چې له يو څه مودې راهيسې یې کاروبار مخ پر کمېدو دی. خو د دې علت د روسیې سسته اقتصادي وده نه بلکې د حلالو توکو په کاروبار کې شاملیدونکي نوي شرکتونه دي چې شمير یې ورځ تر بلې زياتيږي.
د روسیې د ټول نفوس ۱۵سلنه برخه مسلمانان دي چې شمیر یې د هرې ورځې په تیريدو سره ډېريږي. د فرانسې خبري آژانس د يوه رپوټ په حواله ښايي همدا وجه وي چې په روسيه کې د حلالو توکو جوړونکو شرکتونو شمیر هم زياتيږي او د ځينو شرکتونو کاروبار خو آن دومره پراخ شوی دی چې اوس د خپلو توليداتو پر صادرولو هم غور کوي.
ارسلان غزاتولين له اوو کلونو راهيسې په سچيولکوفر ښار کې د ساسيج په يادې کارخانه کې چې له حلالې غوښي څخه ساسيج او نور شيان تیاروي، کار کوي. شل کاله تر مخه چې کله دا توليد ځای جوړ شوی وو نو د خپل ډول د يو څو کارخانو څخه وو. په دې کارخانه کې روسي ډوله ساسيج د اسلامي مقرراتو په رڼا کې او له حلالې غوښې څخه جوړيږي.
د غزاتولين په حواله «په تېرو څوو کلونو کې په ټوله روسيه کې د حلالو شيانو توليد ډېر شوی دی.» د هغه په خبره اوس چې يوې مغازې ته ورځي نو د ډېرو شرکتونو ساسيج يا نور حلال شيان پکښې موندلی شي.
په ټوله نړۍ کې د حلالو توکو د صنعت لگښت ۲،۱ تريليون ډالر دی چې په دې کې پر خوراکي توکو سربیره د آرايش د لوازماتو صنعت هم شامل دی.
په روسيه کې د مفتيانو د ټولنې تر نظارت لاندې يوه اداره د حلالو کاروبارونو له پاره جوازونه ورکوي. دغه ادارې له ۲۰۰۷م کال راهيسې تر اوسه تر دوه سوه زياتو شرکتونو ته لايسنسونه ورکړي دي. هر کال په دې برخه کې د پنځوو تر اوو پورې نوي شرکتونو په کاروبار لاس پوري کوي.
په روسيه کې د مفتيانو د ټولنې مرستيال مشر رشحان ابياسوو له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې وويل چې د روسیې د زراعت وزارت د دې کار ملاتړ کوي. علت یې دادی چې دغه وزارت غواړي عربي هېوادونو ته د حلالو توکو صادرات پېل شي. په روسيه کې دمگړۍ د حلالو توکو د صنعت ټول لگښت ۱۱۰ ميليون ډالر دی او هر کال له لسو تر پنځلسو فيصدو وده کوي.
B.S/N.Z (AFP)
زموږ له آرشيف څخه: