په سعودي کې «حلاله» موقتي ډيسکو پرانيستل شوه
۱۳۹۸ خرداد ۲۴, جمعهد سعودي عربستان له قوانينو سره سم به په دغه ډيسکو کې الکول يا شراب نه وړاندې کيږي. دغه کلب «وايټ ساودي عربيه» نوميږي چې د پرانيستنې په مراسمو کې يې د «آر اند بي» موسيقۍ مشهور سندرغاړي «نې يو» ګډون کړی دی. د «وايټ» په نوم د شپې کلبونه په نورو عربي ښارونو لکه دبۍ او بيروت کې هم څانګې او د خلکو په منځ کې ډېر محبوبيت لري. خو دا هغسې ځايونه دي چې د ساحل په اوږدو کې مېلې او لمانځنې پکې تل کيږي او چېرته چې د شپې له خوا ځوانان خپل ساعت تېروي. سعودي عربستان بيا بر عکس د اسلام د مقدساتو او سپېڅلو ځايونو اصلي خاوره ده. د ډيسکو چلونکی شرکت، آدميند هوسپيتاليتي، په قطر او بحرين کې هم ورته ځايونه جوړ کړي دي او په اوړي کې د مصر د ساحل په اوږدو کې هم فعاليت کوي.
موقتي ډيسکو؟
په سعودي عربستان کې پرانيستل شوی کلب ښايي موقتي وي او د جولای تر ۱۸مې نېټې پورې يوازې د يوې مياشتې له پاره پرانيستی وي. علت يې په جده ښار کې داسې يو لوی فېستيوال دی چې هدف يې د سيلانۍ صنعت ته وده ورکول دي. جده د سره سمندر په نوم بحر ته څېرمه پرته ده او د پلازمېنې رياض په پرتله پکې زياته تنوع او آزادي ليدل کيږي. په رياض کې هغه ښځې او نارينه چې واده يې لا نه وي کړی، په کافې او رستورانت کې سره جلا کيږي. د جدې دغه موقتي کلب ښايي د سعودي پانګه اچونکو او چارواکو داسې يو تېست يا ازموينه وي څو وګوري چې عام خلک ورته څه ډول غبرګون ښيي.
AP/NS/AWA