په عراق کې د ۳۶ کسانو اعدام
۱۳۹۵ شهریور ۱, دوشنبهد آلمان خبري آژانس ویلي دي چې د المدي پریس خبري بنسټ د عراق د عدلیې وزیر حیدر الزاملي، په حواله لیکلي دي چې ۳۶ نارینه د عراقي سرتیرو په وژنه کې د ښکیلتیا په جرم د یکشنبې په ورځ اعدام شوي دي.
اسوشیتد پرس خبري آژانس هم «ذي فار» ښار، چې دغه اعدامونه پکې ترسره شوي دي، د یوه چارواکي یحیی النصري، په حواله لیکلي دي، چې د اعدا حکم د عراق په سویل کې د ناصریه په زندان کې پلي شوی دی.
د عراق دولتي تلویزیون هم دغه خبر اعلان کړی دی.
تیره اوونۍ د اعراق د جمهور رئیس فواد معصوم، اعلان کړی وو چې د داعش په لاس د عراقي سرتیرو د وژنې په تړاو د یو شمیر کسانو د اعدام حکومونه لاسلیک شوي دي.
په تیرې فبروري میاشت کې د عراق په پلازمینه بغداد کې يوې محکمې د ۳۶ کسانو د اعدام حکم صادر کړی وو. ويل شوي ول چې دغو کسانو په ۲۰۱۴م کال کې د څه نا څه ۱۷۰۰ عراقي سرتیرو په عام وژنه کې لاس لاره.
د ۲۰۱۴م کال په اوړې کې د داعش جنګیالیو پر تکریت ښار باندي برید وکړ. هغوی په دغه برید کې ۱۷۰۰ عراقي سرتیري اسیر ونیول او وروسته یې ووژل.
د تیر کال په پیل کې د عراق پوځ د تکریت ښار بیرته ونیوه، او په دې ښار کې یې هغه ډله ایز قبرونه وموندل چې په کې په سونو سرتیري ښخ شوي ول.