په فنلنډ کې د ولسمشرۍ ټاکنو دوهم پړاو پيل شو
۱۴۰۲ بهمن ۲۲, یکشنبهنن شاوخوا ۴ اعشاريه ۳ ميلیونه په شرایطو برابر فنلنډيان د خپل راتلونکي ولسمشر د ټاکلو له پاره رايې ورکوي. د ولسمشرۍ څوکۍ ته د ټاکنو له لومړي پړاوه راوتلي دوه مخکښ نوماندان هر يو پخوانی محافظه کار صدراعظم، الکساندر شتوب او د فنلنډ له زرغون ګوند څخه پخوانی خارجه وزير، پکا هاویستو، ولاړ دي. پکا هاویستو د یو خپلواک نوماند په توګه ولاړ دی.
د فنلنډ د ولسمشرۍ ټاکنو لومړی پړاو د جنوري په ۲۸مه ترسره شو چې شتوب پکې د ۲۷ اعشاريه ۲ سلنې رايو په ګټلو په لومړی او پکا هاویستو د ۲۵ اعشاريه ۸ سلنې رايې په ګټلو دوهم شو.
فنلډیان داسې وخت خپل نوی ولسمشر ټاکي چې په ناټو سازمان کې د فنلنډ له ورګډېدو سره د اروپا په جيوپولټيکه فضا کې بدلون رامنځ ته شوی دی. په دې اساس، د راتلونکي ولسمشر له پاره به یوه تر ټولو د ننګونو ډکه مسئله د هيلسنګي او مسکو تر منځ د روابطو څرنګوالی وي کوم چې په اوکراین کې د روسيې له پوځي يرغل سره خرابې شوي دي.
د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسې پوځي یرغل فنلنډ وهڅاوه چې نور د لسیزو له پاره له پوځي تړونه له لرې پاتې کېدو تېر شي.
فنلند د ۲۰۲۳م کال په اپریل کې پریکړه وکړه چې د ناټو سازمان غړی شي. روسيه چې له فنلنډ سره ۱۳۴۰ کيلومتره ګډ سرحد لري، فنلند ته ېې د «متقابلو اقداماتو» فوري خبرداری ورکړ.
په دې لړ کې فنلنډ د ۲۰۲۳م کال په اګست کې د خپل شرقي سرحد له لوري د وېزې پرته مهاجرو له څپو سره مخ شو.
هېلسينګي د دغه وضعیت پړه پر مسکو واچوله او وې ويل چې مسکو له دغو مهاجرو څخه د فنلنډ د بې ثباته کولو له پاره کار اخلي چې په نومبر کې ېې خپل شرقي سرحدونه وتړل.
الکساندر شتوب او پکا هاویستو چې دواړه د فنلنډ خارجه وزیران پاتې شوي دي، د روسيې په تړاو مشترک دريځ لري. دوی دواړه د اوکراین له پاره پر مسکو د لاډېرو تحریمونو ملاتړ کوي. هاویستو د پنجشنبې په ماښام پر تلویزيون وويل چې «اروپايي ټولنه کولای شي اوکراین سره لا ډېرې مرستې وکړي.»
شتوب بیا وويل: «د اوکراین لار زموږ لار ده او په اوس وخت کې هغوی د اروپايانو د آزادۍ له پاره جنګیږي. هغوی [اوکراینیان] د ټول هغه ملاتړ وړ دي چې موږ کولی شوي ورڅخه ېې وکړو.»
(AFP)mks/akh
له آرشیف څخه (20.09.2017):